طالبان، دکابل دتیر ماښام په برید کي يې لسګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تیره ورځ ماښام مهال دکابل دقلعه فتح الله په سیمه کي د«لوجاردن» په نوم په فرانسوي رسټورانټ ددرې تنو سرتیرو بریدکونکو له لوري برید ترسره شو.

راپورونه وايي، چي لومړی له انفجاري موادو څخه ډک موټر دهوټل له دروازې سره وجنګول شو، چي امنیتي کمربند او دهوټل یوه برخه له منځه یووړل شوه.

له موټر بم چاودني وروسته هوټل ته دوه تنه سرتیري بریدکونکي، چي په درندو او سپکو وسلو سمبال وو ننوتل او هلته په میشتو بهرنیانو یې برید پيل کړ.

داسي ویل کیږي، چي دغه هوټل ته به هره شپه تر ۵۰ پوري دبېلابېلو بهرنیو هیوادونو وګړي راتلل.

دغه برید، چي تیره ورځ پنځه بیجې پيل شو، دشپې تر ۱۱ نیمو بجو پوري روان و.

دطالبانو په وینا، چي بهرنیانو دغه هوټل داستخباراتي معلوماتو دتبادلې، لیدنو او غونډو لپاره کاراوو، چي تیره شپه هم لسګونه بهرنیان په دغه هوټل کي موجود وو.

طالبانو په یوه بیان کي ویلي، چي په دغه ډله ييز برید کي یې دبېلابېلو هیوادونو لسګونه وګړي ټپیان او وژلي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button