دسنت او بدعت ترمنځ توپير

که څوک ووايي، چي سنت څه شئ دی اوبدعت څه شئ دی، ځکه موږ وينوچي بدعتيان خپل ځان اهل سنت ګڼي؟
ځواب يې دادی، چي سنت دلاري په معنی سره ده اوشک نشته څوک چي دحديثونو اوآثاروڅښتنان دي،چي دثقاتواولياووپه واسطه،دنبی عليه السلام درواياتواودهغه داصحابو اوخلفائې راشدینورضی الله عنهم په پله پل ايږدي، همداخلک اهل السنت دي،ځکه هغوی په داسي لار اوطريقه روان دي چي نوي پيداشوي خبري نه دي ورشاملي شوي،ځکه بدعتونه دنبی عليه السلام اودهغه داصحابو څخه وروسته پيداشوي .
بدعت هغه ناوړه عمل ته ویل کيږي، چي په دین کي نوی را وايستل شي اومخکي يې وجودنه درلود اوډیربدعتونه له دې کبله چي له شريعت سره مخالف وي، شريعت ډیرزيانمنوي اوياچي کله په بدعت عمل کول ډیرشي، په شريعت کي کمی اوزياتی راځي، همدارازداسي بدعت چي له شريعت سره مخالف نه وي اوپه هغه له عمل کولوڅخه په شريعت کي نقص اوزياتی نه رامنځته کيږي، بیاهم سلف بزرګان له داسي بدعت څخه کراهت اوکرکه کوي اوعموما له هر ډول بدعت څخه نفرت کوي، که څه هم جائزوي، ځکه چي ترڅواصل (چي دسلفواتباع ده) په ځای پاته اومحفوظ شي.
کله چي ابوبکررضی الله عنه په خپل خلافت کي اوحضرت عمر رضی الله عنه له زیدبن ثابت رضی الله عنه څخه وغوښتل چي قرآن کريم جمع کړي، زيدرضی الله عنه ورته وویل : تاسوڅنګه داسي کارکوی چي نبی عليه السلام نه وي کړی.
عبدالله بن ابی سلمه رحمه الله وویل، چي سعدبن مالک(ابن ابی وقاص)رضی الله عنه له یوه حاجي څخه په تلبیه کي دالفظ واورېدو، لبيک ذا المعارج، ورته يې وویل: موږ دنبی عليه السلام په زمانه کي دالفظ نه وايو،(هغه يې منعه نه کړ، بلکه ورته یې وویل، چي دابدعت دی).
ابو البختری رحمه الله بيان کړی، چي یوه سړي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه ته وویل: دلته څه کسان له ماښام وروسته په مسجدکي (حلقه کوي) ناست وي، په هغوی کي يوسړی وایې : دومره ځله دالله تعالی تکبير وواياست، دومره واري دالله تعالی تسبيح وواياست اودومره ځله دالله تعالی حمدوواياست، (هغه خلک ددې ويونکي له ويلوسره سم، هغه عمل کوي)عبدالله بن مسعودرضی الله عنه ورته وویل: کله چي دي هغوی وليدل، چي داعمل يې کاوو، دلته راشه اوماپرې خبرکړه،کله چي هغه خلک دمعمول سره سم کښېناستل هغه سړي حضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه ته دهغوی اړوندخبر ورکړ .
عبدالله بن مسعودرضی الله عنه دهغوی مجلس ته نژدې کښېناست، کله چي يې دهغوی ذکر څنګه چي ورته ویل شوي وو، واوريدو، پورته شو، ابن مسعودرضی الله عنه چي سخت سړی و، وروسته وویل : زه عبدالله بن مسعودیم، په هغه معبودقسم چي له هغه پرته بل معبودنشته، تاسوپه بې ځايه ظلم کولويوبدعت را ايستلی دی، تاسو دمحمدصلی الله علیه وسلم له ملګريوڅخه (ستاسوپه ګمان)هم په علم کي لوړ شوي یاست، وروسته عمرو بن عتبه وویل: استغفر الله، درباندي واجب ده، چي درسو ل الله صلی الله عليه وسلم اودهغه دملګريوطريقه وپيژنئ اوپيروي يې وکړئ، که له هغې طريقې يوې اوبلي خواته شوی، په لويه ګمراهي که به ولويږی .
امام دارمی رحمه الله داحديث له دې څخه هم اوږدرانقل کړی، زياته کړي یې ده، چي ابن مسعودرضی الله عنه داکلمات هم وویل: تراوسه دنبی عليه السلام دڅښلواوخوړلولوښي سالم پاته دي اوتاسو دابدعت پيداکړ، وروسته یې وویل: که هریوه دځان لپاره دومره ډیر استغفار کولی، ډیره به ورته غوره وای، راوی بيان کړی چي، په الله قسم وروسته موږ وليدل چي دهغه ټولۍ زيات کسان په خوارجوکي داخل شول .
ذوالنون مصری رحمه الله ته دمحدثينوعلماوو یوه ډله راغله اوله هغه څخه یې دنفساني خطراوشيطاني وسوسواړوندپوښتنه وکړه(ددې حقيقت څه څیزدی)؟
شيخ ذوالنون رحمه الله ورته وویل: زه په دې معامله کي لږخبري هم نه کوم، ځکه داخبري بدعت(په دين کي نوی پيداشوی څیزدی) دي، زماڅخه دلمانځه اوحديثواړوندپوښتني وکړئ.
ذوالنون رحمه الله دخپل زوی په پښوکي سرې موزې وليدلې، ورته یې وویل: ای زویه! دادشهرت څیزدی (په دې سره شهرت پيداکيږي) نبی عليه السلام دانه وې پښوکړي، بلکه هغه ساده توري موزې په پښوکولې (دا له سنتو سره دعلماوو او مشائخو مینه وه).
امام ابن الجوزي رحمه الله وایې : موږ داخبره بيان کړه، چي سلفو اوخلفو بزرګانوله هرډول بدعت څخه ځان ژغورو، بلکه له داسي بدعت څخه چي په ظاهرکي به یې مشکل نه درلودهم ځان ساتو، له دې څخه دهغوی مطلب داؤ، چي په شريعت کي داسي خبره، چي مخکي يې وجودنه درلودپيدانه شی، که داسي خبري پيداشي، چي شريعت ته صدمه نه رسوي اوپه عمل کولويې شريعت ته تغیر نه ورځي، عمل پرې کولی شو اوڅه مضائقه نه په کښي ليدل کيږي، لکه څنګه چي روايت شوی، چي دروژې په مياشت کي به دشپې ځينوخلکوبېل –بېل لمنځونه کول اوځينوبه ديوه امام پسي اقتداء کړې وه اوپه جماعت به يې لمنځونه اداکول، وروسته حضرت عمربن الخطاب رضی الله عنه دټولولپاره يوامام ابی بن کعب رضی الله عنه مقررکړ، حضرت عمررضی الله عنه يوه شپه رابهرشو، چي خلک یې دیوه امام پسي وليدل، ویې ویل: داغوره بدعت دی، حسن بصری رحمه الله دوعظ دمجلس اړوندوویل، چي دابدعت دی، ليکن داغوره بدعت دی چي په دې مجلس کي ډیر ديني وروڼه سره يوځای شي اودلته ډیري دعاوي قبليږي .
امام ابن الجوزي رحمه الله ددې په اړه وايي، چي حضرت عمررضی الله عنه ټول دابی بن کعب رضی الله عنه ترشاله دې کبله راټول کړل،چي په شرع کي دجماعت لمونځ ثابت دی اوحسن بصری رحمه الله وعظ ته له دې کبله غوره بدعت ووايو،چي وعظ خپله يومشروع څیزدی اوداعامه قاعده ده: چي که نوي خبره په يوه شرعي اصل ولاړه وي،هغه مذمومه نه ده، خوکه یوبدعت په داسي طريقه پیداشي، چي دخیر يو امرپرې پوره شي اوله دې سره دشريعت دنقص اعتقاد پيداکيږي،(داترټولوبداعتقاد دی) که هغه له شرعی اصل سره په ټکرکي و، بیاډیرناوړه عمل دی .
ژباړن: موسی مهاجر