حضرت یوسف بن خالدسمتي رحمه الله ته دامام ابوحنیفه رحمه الله ټولنيز وصیتونه(۱)

دحضرت یوسف بن خالد سمتي رحمه الله لنډه پيژندنه:
حضرت يوسف بن خالد سمتی رحمة الله عليه دحضرت امام اعظم ابوحنيفه رحمة الله عليه له مشهورو شاګردانو څخه و، نوموړی دبصرې اوسيدونکی، دحضرت امام اعظم رحمة الله عليه په خدمت کي دعلم دزده کړي لپاره کوفی ته حاضر شو، دعلم دتحصيل څخه روسته خپل وطن مالوف ته دستنيدو په مهال حضرت امام اعظم رحمة الله عليه ورته وويل: په تللو کی تلوار مه كوه، زه درته دتوشې په ډول څه وصيتونه کوم، وروسته يې له خپله وخته فرصت ورکړ او وصيتونه يې ورته وفرمائل.
داوصيتونه په خاص ډول دعالمانو اوطالبانو دځان ساتني لپاره پوره وړتيالري، دصاحب هدايه مشهور شاګرد علامه زرنوجی رحمة الله عليه په خپل کتاب (تعليم المتعلم ) کی ليکلي دي: وينبغی لطالب العلم ان يحصل کتاب الوصية کتبها ابوحنيفه رحمة الله عليه ليوسف ابن خالد رحمة الله عليه عند الرجوع الی اهله وقد کان استاذ ناشيخ الاسلام علی بن ابی بکررحمة الله عليه امرنی بکتابته عند الرجوع الی بلدی ولابدللمدرس والمفتی فی معاملات الناس منه.
ژباړه: اوطالب العلم ته په کارده، چي دامام ابوحنيفه رحمة الله عليه هغه وصيت نامه چي يوسف بن خالدرحمة الله عليه ته يې کورته دتللوپه مهال کړي پيداکړي، زمااستاد علی بن ابی بکررحمة الله عليه هم راته کورته دبيرته راتلوپه مهال حکم وکړ، چي هغه وصيت وليکه اودځانه سره يې واخله، دخلکو سره دمعاملاتو په سلسله کي دمدرس اومفتی لپاره داوصيت نامه ډيره اړينه ده.
حضرت خالد سمتی رحمة الله عليه دحضرت امام شافعی رحمة الله عليه له استاذانوڅخه و.
حضرت امام شافعی رحمة الله عليه دنوموړي په هکله ويلي:{کان رجلا من الخيار} يعنی هغه دامت دبهترينوخلکو څخه و.
محدث ابن ماجه رحمة الله عليه له هغه نه تخريج کړی دی.
د{سمتی } لفظ دسمت طرف ته منسوب ده ،حسن سمت، يعنی د غوره سيرت له کبله هغه ته سمتی ويل کيږی، په (۱۷۹) هجري کي نوموړی وفات شوی دی.
ابن خالد سمتي رحمه الله ته دامام صاحب دوصیتونو پيل:
واعلم أنک متی اسئت معاشرة الناس صاروا لک اعداء وان کانوا لک اباء وأمهات ، ومتی أحسنت معاشرة قوم ليسوا لک بأقرباء صاروا أمّهات واباءً .
ژباړه: ښه پوه شه ؛ کله چي ته دخلکو سره بد سلوک غوره کړې، هغه خلک چي مخکي يې ستاسره دمور اوپلار په ډول سلوک کاوو، ستا دښمنان ګرځي اوکله چي ته ښه سلوک غوره کړې، نو هغه خلک چي مخکی ستا اودهغه په مينځ کي څه اړيکي نه وې، ستا دمور اوپلار په ډول کيږي.
کأنی بک وقد دخلت البصرة وأقبلت علی من يخالفوننا بها ورفعت نفسک عليهم وتطاولت بعلمک لديهم وأنقيضت عن معاشرتهم ومخالطتهم وخالفتهم وخالفوک وهجرتهم وهجروک وشتمتهم وشتموک وضللتهم وضللوک وبدعوک واتصل الشين بنا وبک فأحتجت الی الانتقال عنهم والهرب منهم وهذا ليس من رای لأنه ليس بعاقل من لم يدارمن ليس له من مداراته بد حتی يجعل الله مخرجا .
ژباړه: هغه وخت لکه زما په وړاندي چي وي کله چي ته بصری ته ننوځې، زما مخالفين به ستا طرف ته متوجه شي اوته به دخپل علم په غرور خپل ځان دهغوی په وړاندي لوړ اودخپل علم له کبله به دهغوی په وړاندي لوړي خبري وکړې(پايله به دا شي )چي ته به دهغوی سره ناسته، ولاړه او اوسيدل نه خوښوې او دهغوی مخالف به شې اوهغوی به ستاسره او دهغوی سره به اړيکي وشلوې او هغوی به يې له تاسره وشلوي، هغوی به په خرابو ټکو يادکړې اوهغوی به تاهمداسي يادوي، ته به هغوی ګمراهان ګڼې اوهغوی به ستا لاره غلطه اوتاته به دبدعت نسبت کوي اوپه ما اوتا به عيب وايې، ددې ټولو پايله به داشي، چي ته به دهغوی څخه په تللو اوفرار کولو مجبورشې، ليکن داکومه صحيح لاره نده، چي يوسړی داسي سلوک غوره کړي، چي دهمدې سلوک له کبله هغه په عوامو اوخواصو کی لارښوونه ونه شي کړای، دپوهي خبره داده چي ته له دوی سره نيږديوالی ښکاره کړې، ځکه هوښيار هغه نه دی، چي له داسي سړي سره چي ورسره دګوځارې اړتياوي ګوځاره ونه کړي ، ترڅوچي یې الله تعالی سمي اومستقيمي لاري ته راولي.
ژباړن: موسی مهاجر