Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغان اتلان د متحده اماراتو پر وړاندې د وروستۍ لوبې بخت ازمایي

عزم(سه شنبه، د مرغومي ۱۲مه، ۱۴۰۲):د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبه ماښام له متحده عربي اماراتو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
د شل اوریزو لوبو ددې لوبلړۍ دوې لوبې شوي چې لومړۍ یې افغانستان او دویمه یې کوربه لوبډلې عربي اماراتو ګټلې ده. ددې لوبلړۍ وروستۍ لوبه به یې نن ماښام پر شپږ نیمو بجو ترسره شي چې ګټونکې لوبډله به ددې لړۍ د اتلولۍ جام خپل کړي.
افغان کرکټ بورډ تمه ښيي چې دا لوبه به ګټي او لوبلړۍ به په خپل نامه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه ماښام متحده عربي اماراتو په یوه زړه راښکونکې لوبه کې د ۱۱ منډو په توپیر افغان لوبډله ماته کړه او دا لړۍ یې یو په یو مساوي کړه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button