اې خلکو! زه د بني مخزوم قبیلې یو شپون وم…!

عبدالرحمن محمود
‏یوه ورځ تنها ناست و، نفس یي ورته وویل: ته خو أمیرالمؤمنین یې ، تر تا نو کله بل أفضل أو بهتره څوک سته…
سمدستي يي وغوښتل چې د خپل نفس کبریاء أو غرور ور مات کړي، د لمانځه وخت سو ، خلګ را جمع سوه ، دی و منبر ته پورته شو ، خلګ یي مخاطب کړه چې «أی خلګو زه د بني مخزوم د قبیلې یو شپون وم ، په یو څو خورماوو أو کشمشو مې د هغوی پسونه پووَل»
دا خبره یي وکړه او د منبر څخه را کښته سو ، خلګو ته یي لمونځ ورکړ ، د لمانځه وروسته جلیل القدر صحابي، عبدالرحمن بن عوف ورته وویل: أی أمیرالمؤمنینه دا خو دي د خپل ځان په أړه داسي خبره وکړه چې ضرورت یي نه وو، یعني د خپل ځان د عیب خبره دې وکړه.
ده ورته وویل: یا عبدالرحمن ، نن مې نفس راته وویل چې ته خو ډېر غټ شخصیت یې ، أمیرالمؤمنین یې ، تر تا به بل غوره څوک کله وي؟ نو ومې غوښتل چې و خپل نفس ته درس ورکړم ، أو ور و پېژنم چې ته څوک یې ، أصل دي څه دی…
پوهیږئ چې دا څوک وو ، دا قاهر الجبابرة ، مبشَّر بالجنة، ثاني الخلفاء الراشدین، سیدنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه وو.
المصدر: طبقات إبن سعد.

مقصد له قیصې څخه دادی چې نفس ورټئ، په مقتضیٰ یي ولاړ نشئ، مقابله یي وکړئ چې په عجب، کبر، أو خودبینۍ کي مو واقع نکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button