تازه خبر: دوو افغان عسکرو دپوستې دقومندان په شمول ۷پولیس وژلي

عزم/ له کندهار نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي تیره شپه دکندهار په میوند ولسوالۍ کې دوو افغان عسکرو دخپلې پوستې د قومندان (انګار) په شمول ۷ تنه پولیس وژلي وسلې او نور پوځي وسایل یې له ځان سره وړي.

دا پیښه دمیوند د کوکې دښتې په سیمه کې رامنځ ته شوې، دطالبانو ویاند په خپله ټیوټر پاڼه باندي ددې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي دواړه حمله کوونکي افغان عسکر ددوئ نفوذي او دستوري کسان وو چې له زیاته وخته دهمدې هدف لپاره دپولیسو په لیکو کې ځاي شوي وو. نوموړی زیاتوي حمله کوونکو له خپل ځان سره ۲ ثقیل ماشیندار ۶ میله کلاشینکوف او نور مهمات راوړي دي.

درې ورځې وړاندي دکابل په هوايي ډګر کې هم یو تن افغان عسکر مخامخ په خارجیانو برید وکړ درې تنه بهرنیان یې ووژل او یو تن یې ټپي کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button