له فتحو ولوېده خادې راړنګوینه

مجاهد افغان

ډنډ غوري کې جنګ دی،د اردو جګړه مارانو له څلورو خواوو هجوم راوړی،دا سیمه چې تیر اوړی طالبانو نیولې وه،حکومتي قواووې زور وهي چې طالبان ترینه وباسي،د عملیاتو لس ورځې پوره کیدونکي دي، له هاوانونو نیولې بیا د بمبیرکو تر غراو پر پورې حکومتي عسکرو ټول زور وکاراوو، خو طالبان یي حتی له یوه کلي هم په شا نه کړای شول، په دې وروستیو کې یي ډي سي توپونو ورته خې کړل، د ډنډ غوري کلی کلی، جومات جومات او کور کور یي وویشت ، خلک یي شهیدان او بي کوره کړل مګر د امریکا مزدوران ونه توانیدل چې درانه اولسي حریم ته پل دننه کړي.

یوه نیمه اونۍ پوره کیدونکې ده خو څو زریزه مجهزه قوه د ډنډغوري په اطراف کې همداسې شنډه پاته ده،په پارلمان کې بحثونو زور اخیستی او د اردو د عملیاتو ناکامي د شرم وړ بولي،جنرال مراد چې ځان یي د کندز فاتح باله او اشرف غني ورته مډال ټومبلی و خړ مخ د پلخمري په اطراف کې ګزمې وهي، نه خو د ډنډغوري جنګ ته د ټینګې دی او نه هم د خبریالانو کیمرو ته سترګې لري، لنډه دا چې کیسه تر نیمایي ډیره خرابه ده او د جنرال مراد په مشرۍ حکومتي یرغلګره اردو له پوره رسوایي سره مخ کیدونکې ده.

د شورای نظار رسنیزه لابۍ چې د بغلان عملیات یي د ټول شمال دتسخیر او تصفیې پیلامه بلله اوس یي چې په ډنډغوري کې پوزه په خاورو پورې سولول شوې نو لوری ترې ورک دی چې پيښې رسوایي ته کوم ډول پرتوګ ورواغوندي تر څو د خلکو اذهان په بله کړي.

د بغلان د ناکامو عملیاتو او عامه حکومتي سراسیمه ګۍ په اوج کې جنرال مراد عجیب ابتکار وکړ او په پوره بریالیتوب یي عامه توجه له خپلې ناکامۍ او رسوایۍ په بله کړه.

جنرال مراد چې د ډنډغوري د فتحې ټټر یي وهلی و، او په دې لړ کې یي څو ورځې د ډنډغوري کلي او جوماتونه په ډي سي توپونو ویشتلي و، ناڅاپه یي خپلو توپچیانو ته قومنده ورکړه چې د جوماتونو په ځای په ډنډغوري کې د بریښنا خادې په نښه کړي.پایه برق

د جنرال مراد توپونه وغړمبېدل خو دا ځل یي کوردینات له پخوا ډیر مختلف و، دا ځل یي د ډنډغوري په مختلفو سیمو کې د بریښنا ستنې وویشتې، د بریښنا ستنې چپه شوې او په کابل بريښنا قطع شوه.

په رسنیو کې حکومتي ډنډورچیانو اوازه واچوله چې طالبانو د بریښنا ستنې ویشتلي دي،کله چې په دې اړه د ډنډغوري له طالبانو پوښتنه وشوه، هغوی وویل چې موږ که له بریښنا سره مخالفت درلودلی خو دا څوکاله دا بریښنا له همدې سیمې تیره شوې او له تیر پسرلي راهیسې خوا د ولسوالي مکمله له موږ سره ده موږ هغه وخت ولې دغه ستنې نه نړولې؟؟

اصلي خبره دا ده چې له حکومت څخه نور نو کیسه خرابه شوې وه او غوښتل یي موضوع بدله کړي، د ډنډغوري عملیات کاملا د حکومت په رسوایۍ پای ته رسیدل نو ځکه حکومت هڅه وکړه چې له خلکو دعملیاتو کیسه هیره کړي او د بریښنا د پرچاوۍ په غم یي مبتلا کړي.

واقعیت دادی چې د بریښنا د قطع کولو موضوع د حکومتي پيش پړانګ جنرال مراد له ناکامۍ څخه سرچینه اخیستې،جنرال مراد چې له دریو جنرالي ستوریو اوپوځي لباس سره د بریښنا په ستنو حمله کوي ورته په کار دی چې د پلنګۍ دریشۍ په ځای چادري واغوندي او له میدانه پښې سپکې کړې.

جنرال مراد چې پخوا به یي د ولایاتو د نیولو او فتحو لاپې وهلې اوس یي حال دادی چې د بریښنا په خادو بریدونه کوي.

د نوموړي دا حالت سړي ته هماغه ټپه وریادوي چې :

لیلا زړه شوه وار یي تېر شو

له منګو ولوېده کوزې راډکوینه

مګر د جنرال مراد په اړه به وایو چې :

لیلا زړه شوه وار یي تیر شو

له فتحو ولوېده خادې راړنګوینه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button