که غواړئ چې دکورنۍ غړي مومتدین، مهذب او مؤدب شي

لیکوال : قاری سعید

که غواړئ !

که غواړئ چې دکورنۍ غړي مومتدین، مهذب او مؤدب شي

که غواړۍ ماشومان مو هوښیار،روښانه،ویښ او باخبره رالوی شي.

که غواړئ په کورني ماحول کې مو د تاوېلو ماوېلو ځای علمي او معلوماتي مجالس ونیسي.

که غواړئ اهل بیت مو په خبره پوه، سرخلاصي،بااخلاقه او بادیانته شي.

که غواړئ ددین او دنیا په چارو کې د بریا لپاره حوصله،تدبراو زغم ولرئ .

که غواړئ له کورني ماحول څخه مو جهالت،بدبیني،نفاق ،بې دلیله خفګان او بحران پورته شي.

او که غواړئ په دیني او دنیوي لحاظ بریالی،سرلوړی،عزتمن او خوښ ژوند ولرئ …. نو

نو په کورني ماحول کې د سواد او لوست تر شمعې روښانولو وروسته یو کتابتون جوړ کړئ.

ددیني ، تاریخي ، ادبي او نورو معلوماتو عام فهمه او مفید کتابونه په کې راغونډ کړئ او د مطالعې روحیه ژوندۍ کړئ .

پوهان او مجربین وایي چې د کورنۍ د اصلاح او تهذیب لپاره د کتابتون درلودل او په کورنۍ کې د مطالعې کلتور ده وده ورکول یوه له اغیزمنو لارو څخه ده

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button