د اوښکو برسات- قاری سعید
قاری عبدالستار سعید
سمندر له مانه ښه دی
که له درده لیونی شو
او سینه یې له دقته شوه لبرېزه
نو د ( آه ) مخ خو یې اوړي
اسویلي به یې زړه سپک کړي
اسویلي خو به یې چیرته جل وهلیو . .
لمر وهلیو ته د وریځو سایه بان شي !
هسکه ! ته هم بختور یې
که له غرېوه دې زړه ډک شو
او د اوښکو بارانونه دې راپرېښول
چېرته تږی للمه زار خوبه سېراب کړې !
چېرته مړاوې ګلغوټۍ خو به ګلاب کړې !
دګلاب په څانګه ناست توره بلبله !
که دې خار په زړه کې مات شو
او له درده په سلګو شوې
باغ وراغ دې په ځګیرویو سندریز کړ
دچا ذوق دترنم خو به خړوب کړې !
کوم تُشنه د موسیقیت خو به مجذوب کړې !
خو، هـای . . . زما په درد وکرب چې . .
نه مې آه چا ته سایه شو
نه داوښکو په باران مې څوک سېراب شول
په ځګیرویو او ګیلو مې خلک خاندي
اې دغم او دخوښیو ستر خالقه !
که مې اوښکې لباسي وي
که ژړا مې مصنوعي وي
ستا دغیب له خزانو نه
داسې آه داسې فریاد را
چې په وريځ داسویلیو
په تناوو د ځګیرویو
او د اوښکو په ږلیو
دعمرونو قحط مات کړم
جوړ بهار او جوړ برسات کړم . . .
۱۴۳۵/۵/۱۷ هـ ق
قاري سعید