کندهار کې په لومړي ځل دمعیاري کرکټ لوبغالي بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کرکیټ ددې لوبغالي د کار د پیلولو لپاره کندهار د کابینې وزیران ، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ، د هند سفیر د او کرکیټ بورد مسئولان ورغلي وو.

د کرکیټ بورډ مسئولان وایې چې دغه لوبغالی په عینو مینه عصري ښارګوټې کې جوړیږي چې د لګښت پیسې یې هم د هند هیواد ورکوي:

د هند سفیر په دې هکله وایې چې هیواد یې له افغانستان په مختلفو برخو کې او ځانګړي ډول د کرکیټ په برخه کې مرستې ته ژمن دی او له د افغانستان له کرکیټ بورد سره به خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي:

من پریت وهورا په کابل کې د هند سفیر

دی وایی مونږ ژمنه کوو چې د افغانستان کرکیټ بورد ته دا زمینه برابره کړو چې د هند له کرکیټ سره په مختلفو برخو کې همکاري ولري ، ژر به په مختلفو برخو کې هندي روزنکي افغانستان ته راشي او دارنګه به افغان لوبغاړي او هند ور وبولي چې هلته د کرکیټ په مختلفو برخو کې روزنه وویني.))

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي او د کندهار والي له افغانستان په مختلفو برخو کې د هند مرستې مهمې وبللې او له هغه هیواد سره یې د ښو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ:

په کندهار ولایت کې داسې مهال د کرکیټ د یوه معیاري لوبغالي د جوړیدو چارې پیلیږي چې د دا مهال د افغانستان کرکیټ بورد د نړیوالو لوبو لپاره هیڅ معیاري لوبغالی نه لري او د خپلو ټولو نړیوالو لوبو کوربه توب په عربي متحده آراتو کې کې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button