د امت باطلې فرقې (۴)

د بدعتي او ګمراه فرقو په لړ کي جهمیه فرقه هم په دوولسو څانګو وېشل شوې ده.

هغه څانګې دادي:

معطله فرقه وایې: کوم څیز، چي د انسان په وهم کي راشي، هغه مخلوق ده اوڅوک چي دعوی وکړي، چي د الله تعالی ديدار ممکن دی، هغه کافر دی.

مرسه (مريسیه) ګمراه ډله وايې: د الله تعالی اکثره صفات مخلوق دي.

ملتزقهوایې: الله تعالی هرځای موجود دی.

امام عبدالرحمن ابن الجوزي رحمه الله وايي، چي دتعجب وړ خبره داده، چي ددې ګمراه فرقې اعتقاد د اهل السنت په اکثروعواموکي خپوردی او وایې، چي الله تعالی هرځای موجود دی،(يعنی لکه موږ، چي وايو، چي فلانی دلته موجود دی، هو!الله تعالی په داسي وجودسره هرځای موجودنه دی، بلکه د علم اوقدرت په بنسټ هرځای موجود دی) ښائې ددې سبب داشوی وي، چي دعدالت اوقضاءپه مهال د قسم خوړلو داطريقه وه، چي دالله تعالی په ناظر اوحاضر بللوسره به يې قسم خوړاوداعربی محاوره ده، يعنی الله تعالی دي ويني، هغه عليم اوخبيردی، دابه یې ورته وویل اورښتونی قسم به یې وخوړ، عامومسلمانانودحاضرداسي معنی کړي، لکه په خپل منځ کي چي يې موږ وایو، له همدې کبله په علماوو فرض ده، چي د تقرير په مهال د الله تعالی د وحدانيت اود حق اعتقاد بيان لومړی وکړي، چي ترڅو د هغوی نصيحتونه په راتلونکي کي د رښتوني ایمان خاوندانو ته ګټور ثابت شي، والله سبحانه تعالی هوالموفق.

وارديه ډله وایې: څوک چي الله تعالی وپيژني، هغه دوزخ ته نه داخليږي اوڅوک چي يوځل وردننه شول، بيانه ورڅخه را ايستل کيږي.

دې باطلي فرقې خپل نفس ته دايقین ورکړی، چي تاسوالله تعالی پیژندلی اودې ناپوهانودخپل نفس خبره بې دليله منلې.

زنادقه وایې: څوک نه شي کولی چي د ځان لپاره رب (پالونکی) ثابت کړي، ځکه ثبوت هغه مهال راتلی شي، چي د يوه څیز ادراک وکړل شي اودا ادراک ممکن نه دی، نود کوم څیز چي ادراک ممکن نه وي، هغه ثابتېدلی هم نه شي.

دا دليل محظ غلط اوخبط دی.

حرقیه فرقه وايې: کافر، چي دوزخ ته واچول شي، اور به یې یوځل وسوزوي اوسکاره به شي، وروسته به د هميشه لپاره سکاره وي اود اور سوزول به نه محسوسه وي.

مخلوقیه ډله وایې: قرآن کريم مخلوق دی.

فانيه ګمراه ډله وایې: دوزخ اوجنت دواړه فناه کېدونکي دي اوپه دې فرقه کي ځينې وايې، چي دوزخ اوجنت تراوسه لانه دي پيداشوي.

عريه فرقې (غيريه) له پيغمبرانوڅخه انکارکړی، يعنی هغوی د الله تعالی له لوري راليږل شوي نه دي، بلکه هغوی يوازي عقلاء وو.

د اقول مطلق کفر دی اودا په اوس زمانه کي دنيچريه فرقې قول دی، چي د استاذ سيد

احمدخان په کتاب کي چي د تفسيرپه نامه یې ليکلی واضح ذکر دي.

واقفيه فرقه وایې: موږ توقف کوو، نه داوایو، چي قرآن مخلوق دی اونه داوايو، چي نه دی مخلوق.

قبريه فرقه وایې: په قبرکي عذاب (اوثواب) نشته اونه په آخرت کي شفاعت شته.

لفظيه فرقه وایې: له قرآن سره زموږ تلفظ کول مخلوق ده، ددې ډلي مطلب هم دا دی، چي دوی د قرآن کریم مخلوقیت په دې ډول ثابتوي.

ژباړن: موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button