کرېکټ: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبه بې پایلې اعلان شوه

عزم(شنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې پایلې اعلان شوه.
په نننۍ لوبه کې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په نننۍ لوبه کې د شهزاد محمدي پر ځای په لوبډله کې اکرام علي‌خېل اخیستل شوی و. د پیل لوبغاړو حضرت الله ځاځي او جاوېد احمدي ترمنځ ۹۰ منډې اوږده ملګرتیا وشوه، چې حضرت الله ځاځي د ۵شپږیزو او پنځو څلوریزو په مټ ۶۷ منډې جوړې کړې او وسوځېد.
رحمت شاه زرمتي ۵۴ او حشمت الله شهیدي ۵۲ منډې وکړې؛ خو نورو توپ وهونکو ځانګړې منډې جوړې نه شوې کړای.
جاوېد احمدي ۲۲، لوبډلمشر اصغرافغان ۸، محمد نبي ۲۴، ګلبدین نائب۳، راشدخان ۱۱ناسوځېدلي او اکرام علي‌خېل ۵ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړو د ۴۸.۳ اورونو په لوبولو ۲۵۰ منډې جوړې کړې او لوبه د باران له امله وځنډېده.
په ایرلینډي توپ اچوونکو کې جورج ډېکرېل ۳، انډي مکبراین۲، باډي رینکین۱ او سیمي سنګهـ هم د یوې ویکټې په اخیستو بریالی شو.
په نننۍ لوبه کې د باران له امله ایرلینډ توپ وهنه ونه کړه او لوبه بې پایلې اعلان شوه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه افغان لوبډلې ګټلې وه راتلونکې لوبه د مارچ په پنځم تاریخ ترسره کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button