تازه خبر: په یوه قوې چاودنه کې د ګریشک امنیه قومندان ووژل شو

عزم/ له هلمند ولایت نه رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي تیره شپه دګریشک ولسوالۍ امنیه قومندان حکمت الله حقمل په یوه چاودنه کې وژل شوی، خبر زیاتوي په پيښه کې یو شمیر نور کسان هم وژل شوي خو کره شمیره یې تر دې مهاله نه ده په ډاګه شوې.
دهلمند امنیتي چارواکې د امنیه قومندان وژل کیدل تایدوي خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه یې رسنیوته زیات معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو دپيښې مسؤلیت منلی،په خپله رسمي ویب پاڼه الاماره له لارې یې خبر ورکړی،چې تیره شپه یې دهلمند دګریشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دمیرمن داب په سیمه کې دپولیسو په یوه امنیتي مرکز لومړي مخامخ وسلوال برید ترسره کړی او وروسته یې دیوه تونل لارې مرکز ته رسول شویو منفجره موادو ته چاودنه ورکړې،د طالبانو دخبر پاڼې په قول په دې قوي چاودنه کې دحکمت الله حقمل په شمول یو شمیر عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ګریشک امنیه قوندان حکمت الله حقمل په اولسي جرګه کې دهلمند د خلګو دنماینده معلم میر ولي زوي دي او په هلمند کې د دولت له مخکښواو قوي قومندانانو څخه شمیر کیدی،نوموړي تر دې وړاندې دهلمند په یو شمیر نورو ولسوالیو کې د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
احمد بشار