په خوست کې چاودنې ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم / له خوست ولایت نه په رارسیدلو خبرونو کې ویل شوي نن تر غرمي مخکې  خوست کې د ولایت مقام ته څیرمه په هغو مظاهره کوونکوخلګو چاودنه شوې چې د خوست د والي پر ضد د والي دکور مخې ته راغونډ شوي وو.

خبر زیاتوي په چاودنه کې دولسي جرګې د وکیل همایون همایوني په شمول ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوست ولایت د دولتي روغتون ډاکټرانو ویلي په پيښه کې ۱۴ ته وژل  شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټیوټر پاڼه له پیښې وروسته سمدستي ولیکل چې د خوست په پیښه کې  دوي هیڅ لاس نلري .

له تیرو دوو اونیو راهیسې  د خوست د والي عبدالجبار نعیمي پر ضد داولسي خلګو مظاهرې روانې دي، اولسي خلګ والي په فساد تورنوي او له خوست ولایت نه دلري کیدو غوښتنه یې کوي.

احمدبشار

2015/4/2 م

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button