یمن، القاعدې دبرید په ترڅ کي ۳۰۰ زندانیان خوشي کړي

دالقاعدې داسلامي تنظیم اړوند دانصارالشريعة ډلي دیمن دحضرموت له مرکزي زندان څخه ۳۰۰ زندانیان خوشي کړي دي.

راپورونه وايي، چي نن سهار وختي دانصارالشريعة اسلامي ډلي دحضرموت په مرکز مکلاکي په مرکزي زندان، ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، دپولیسو او پوځ په مرکزونو بریدونه ترسره کړي دي، چي دمکلاله مرکزي زندان څخه یې درې سوه زندانیان خوشي کړي دي.

دفرانس پريس خبري اژانس دیمني چارواکو له خولې خبر ورکړی، چي دجګړې په ترڅ کي ۳۰۰ زندانیان خوشي کړای شوي دي.

راپورونه وايي، چي دالقاعدې داسلامي تنظیم وسله والو دحضرموت په مرکز مکلا کي ګڼ شمېر حکومتي ودانۍ نیولي دي او اوس هم جګړه روانه ده.

یمني رسنیو خبر ورکړی، چي دمکلا له ښار څخه ددرندو اوسپکو وسلو ډزي او دچاودنو غږونه اورېدل کیږي.

ویل شوي، چي جګړه اوس هم روانه ده او دجګړې په ترڅ کي لسګونه پوځیان ټپيان او وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چي دمکلا په مرکزي زندان کي دالقاعدې مشران او لسګونه غړي بندیان وو، چي نن ټول خوشي شوي دي.

په ورته وخت کي دعرب ائتلاف الوتکو دعاصفة الحزم دعملیاتو په ترڅ کي دحوثیانو په مرکزونو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

راپورونه وايي، چي په عدن، شبوة، ضالع، بیضا، مارب او اب کي له حوثیانو سره ځمکنۍ جګړه هم روانه ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button