ماشومان- ذبيح الله ايمان

ذبيح الله ايمان

دا د جنت ګلان دي

دا ښائيستوکي دي دوی

زمونږه زړه او ځيګر

زمونږ هډوکي دي دوی

قلم لاسو کې غواړي

مکتب ته تلل هم غواړي

دوی په شيرينه ژبه

ښکلي غزل هم غواړي

ماشوم په مينه باندې

ماشومانه ژوندون ته

راوله زړه هم ور کړه

دې جانانه ژوندون ته

د ماشوم مينه ته وا

لکه جنت غوندې ده

د ماشوم هره خبر

هم محبت غوندې ده

ماشوم ايمان غوندې شي

لکه بلبل کړېږي

ماشوم یو ګل د جنت

تل په جنت اوسېږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button