د زړونو پاچا، رجب طیب اردوغان څوک دی؟

لیکوال : خوشال درانی

 د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان (Recep Tayyip Erdoğan) په ۱۹۵۴ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ترکیې د استانبول په ښار کې زېږېدلی.

له ۲۰۰۳ ز کال د مارچ د ۱۴ مې څخه راپدې خوا د ترکیې د لومړي وزیر  په توګه او اوس د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده اجراء کوي.

اردوغان تېرکال ۱۳۹۳ کال کې په ترکیه کې د ازادو ټولټاکنو له لارې په غوڅ اکثریت سره ټاکنې وګټلې او د پنځو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر وټاکل شو.

د رجب طیب اردوغان لنډه پېژندنه

نوم : رجب طیب اردوغان

زوکړه : ۱۹۵۴ / فبروري/۲۶مه

ملیت : ترک

د زوکړې ځای: قاسم پاشا، استانبول

ګوند : د حق او عدالت د ګوند مشر

دین : اسلام  /سني

د زده کړې ځای : د مرمره پوهنتون

کوچنیتوب

اردوغان  په استانبول کې زېږدلی او اصلاً ګُرجي کډوال دی. نوموړي دغه خبره په ۲۰۰۴ زکال کې ګرجستان ته په یوه سفر کې وکړه.

ده د امام خطیب په مدرسه کې زده کړې کړي او وروسته یې د اقتصاد پوهنځی د مرمرې په پوهنتون کې ولوست.

د پوهنتون له فراغت وروسته  د استانبول په ښار کې د حمل و نقل په اداره کې په کار بوخت شو، خو په ۱۹۸۰ زکال کې د خپلې ادارې له رییس سره د بریت خریلو په سر وران شو او دغه دنده یې پرېښوده. د ادارې مشر ترې غوښتي وو، چې د ده بریت وخریي، خو اردوغان نه وه منلې، چې له امله یې له دندې هم ګوښه کړ.

شخصي ژوند

202615photo-1332599254444-1-0202615.png

اردوغان د جولای په ۴مه د ۱۹۷۸ زکال له امینه اردوغان سره واده وکړ او اوس مهال څلور اولادونه لري، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي.رجب طیب اردوغان د ترکیې له ګوتشمارو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي، چې له ترکي ژبې پرته په نورو ژبې خبرې نه شي کولای.

د سیاست ډګر ته راتګ

کله چې اردوغان په ۱۹۷۰ زکال کې د حمل نقل په شرکت کې په دنده بوخت شو، د نجم الدین اربکان له ګوند سره یو ځای شو.

په ۱۹۷۰ زکال کې ترکیه د کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو په کشمکش کې وه، چې په ۱۹۸۰ زکال کې په ترکیه کې کودتا وشوه او د نجم الدین اربکان ګوند هم منحل شو.

له کودتا وروسته اردوغان هم له حمل نقل شرکت سره دنده پرېښوده او په یوه خصوصي شرکت کې پر دنده بوخت شو او په ۱۹۸۲ زکال کې یې د عسکرۍ دوره هم ترسره کړه.

په ۱۹۸۳ زکال کې د نجم الدین اربکان ګوند بیا فعاله شو او ددغه ګوند نوم د ( د ملي حقپالنې ) پر ځای د (ازادۍ) په نامه جوړشو او اردوغان هم د دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.

اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لورې له ۱۹۸۰ ز نه تر ۱۹۹۱ زکال څو ځلې په پارلماني ټاکنو کې  برخه واخېسته، خو هر ځل یې په کافي اندازه رایې ترلاسه نه شوای کړای.

په ۱۹۹۱ زکال کې اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لورې د استانبول له ولایت څخه کاندید شو او په دغه کال کې یې پارلمان ته لاره پیداکړه او په غوڅ اکثریت سره یې رایې وګټلې.

ښاروال اردوغان (۱۹۹۴ز)

اردوغان  په ۱۹۹۴ زکال کې د استانبول ښاروال شو. نوموړي په همدغه وخت کې ډېر محبوبیت پیدا کړ او د استانبول د ښار د پراختیا لپاره یې ډېر کارونه ترسره کړل.

کله چې اردوغان د استانبول ښاروال و، د ده ځینو  ویناوو د ده د فکر ملګري خوابدي کړل. اردوغان ویلي وو، هېڅوک نشي کولی چې د نوي زېږدیز کال د لمانځلو مخنیوی وکړي او هم یې د ښځو ــــ  سړیو ته او سړیو له لورې ښځو ته د لاس ورکول یو منل شوی او ټولنیز دود وباله. د نوموړي دغه خبرو د ده فکر او ګوند ملګري خپه کړل.

پر قاضي د اردوغان نیوکه

کله چې اردوغان په ۱۹۸۹ زکال کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې ماتې وخوړه، نوموړي محکمې ته شکایت وکړ او د اردوغان دغه شکایت بې بنسټه وباله. اردوغان قاضي ته وویل« تاسې حق نه لرئ، چې په بې پروایئ  او بې څېړنې حکم وکړئ» دغه خبرې د دې سبب شوې، چې نوموړی یوه اونۍ زنداني شي.

د اردغان  بیازنداني کېدل

په ۱۹۹۸ زکال اردوغان د یوه اسلامي شعر ویلو له کبله په لس میاشتني بند محکوم شو. د شعر پښتو ژباړه  «مسجدونه  زموږ قرارګاوې، پګړۍ زموږ  سپرونه،منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ  سرتېري دي »، خو په زندان کې یې یوازې څلور میاشتې تېرې کړې.

په ۲۰۰۰زکال کې اردوغان د اسټرالیا له یوې راډیو سره په مرکه کې عبدالله اوجالان ته د « ښاغلي» لفظ وکاراوه او هغه عسکر یې وستایل چې د «پي، کی، کی« په جګړه کې وژل شوي وو او نوموړو ته یې د «سرتېري» خطاب وکړ، چې له امله یې ۲۰۰ ریاله جریمه شو.

اردوګان د لومړی وزارت په مهال

اردوګان د لومړی وزارت په مهال

په ۲۰۰۲ زکال کې د «ملي حقپالنې ګوند»  په پارلمان کې چې د دې ګوند اکثریت څوکۍ یې په لاس کې لرلې داسې قانون تصویب کړ، چې د «ملي حقپالنې ګوند» باندې لګیدلي بندیزونه یې لرې کړل او اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

کله چې اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، نو موړي خپل سیاست ته بشپړ بدلون ورکړ او د دیني عالمانو محبوبیت یې ترلاسه کړ. اردوغان په اروپايي اتحادیه او همدارنګه د ناټو په سازمان کې د غړیتوب څخه په شا شو او د مخکنیو چارواکو غوندې یې ډېر زړه پرې نه تاړه.

امریکا ته په  لومړني سفر کې اردوغان ته امریکايي یهودانو جایزه ورکړه او په مسلمانانو کې لومړنی کس اردوغان وو، چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه، خو د اسراییلو له لورې پر غزه د برید له امله اردوغان دغه ډالۍ بېرته امریکايي یهودانو ته ورکړه.

د ترکیې چټکه اقتصادي وده

اردوغان وکولی شول، چې په لنډ وخت کې د ترکیې اقتصاد ته پر مختګ ورکړي او په دغه برخه کې یې د نړیوال بانک څخه هم مالي مرستې ترلاسه کړې، چې له امله یې د ترکیې اقتصاد۷،۳٪ سلنه پرمختګ وکړ.

اردوغان وویل، له دې سره مخالف دی، چې ټولنه دې نه کنترولیږي او د ټولنې کنترولول یې له لومړیتوبونو څخه دي، ځکه موږ په راتلونکي کې یوې فعاله ټولنې ته اړتیا لرو.

اردوغان د ښاروالۍ په وخت کې په الکولي مشروباتو بندیز ولګاوه او د استانبول په ښار کې یې شراب بندکړل.

کله چې اردوغان لومړی وزیر او ولسمشر شو، نو د الکولي مشروباتو د بندیدو پر ځای  یې پرې مالیه زیاته کړه، چې د خلکو ورته وسه ونشي.

ولسمشر اردوغان

د اردوغان پلویان د نوموړي بریا لمانځي
د اردوغان پلویان د نوموړي بریا لمانځي

په تېر ۲۰۱۴ کال کې اردوغان د لومړي  ځل لپاره په دې بریالی شو، چې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د ټولټاکنو له لارې د ترکیې ولسمشر شي. په ترکیه کې مخکې ولسمشر سېبمولیک رول درلود، خو د ده د ولسمشر کېدو سره یې صلاحیتونه هم زیات شول.

د اردوغان نادرې خبرې

د ښځو حقوق

د ۲۰۱۴ زکال د نومبر په ۲۴مه د استانبول په ښار کې اردوغان په یوې نړیوالې غونډه کې وویل، چې د ښځې او سړي برابروالی د طبیعت پر خلاف دی، ځکه طبیعت د دوی ترمنځ فرق کړی دی. اردوغان ویلي و «ځینې وايي، چې ښځې او سړي سره برابر دي، ولې ښځې د ښځو ترمنځ برابرې دي او سړي د سړیو ترمنځ برابر دي او دغه صفت یې صحیح دی».

هغه ویلي وو، د ښځو او سړیو د برابر والي لپاره باید د یوې معادلې کلمې څخه ګټه پورته شي. د اردوغان په خبره «مور والی د ښځې لپاره تر ټولو لوړ  او غوره مقام دی او تاسې نشئ کولی، چې دغه برابروالی توضیح کړئ، ځکه تاسې موروالی نه قبلوئ. د اردوغان دغه خبرو د ښځو د حقونو فعالانوسخت غبرګون راوپاروه.

د امریکا د لویې وچې کشفول

د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۱۵مه اردوغان وویل، د امریکا لویه وچه مسلمانانو کشف کړې ده او په ۱۱۸۷زکال  د مسلمانانو بېړۍ د لومړي ځل لپاره امریکا ته ورسېدې، چې کریستف کولمب هم د کوبا په ساحلونو کې د یو مسجد یادونه کړې ده.

د اردوغان دغه خبرو د ترکیې دننه او بهرنیو خلکو د نوموړي «رواني ناروغي» یاده کړه.

لویدیځ هېوادونه

اردوغان د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۲۷مه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه کې وویل «لویدیځهېوادونه یواځې  د مسلمانانو د پیسو او شتمنۍ په هڅه کې دي. باور وکړئ هغوی موږ سره کومه علاقه نه لري. لویديځ موږ ته ځان خپل دوستان ښيي، خو د هغوی هیله زموږ مرګ دی. هغوی غواړي زموږ بچیان ووژني او هغوی زموږ د تېلو، سرو زرو، الماسو غله دي او غواړي موږ هغوی ته په ټيټه بیه کار وکړو».

ډاډفوس کنفرانس ۲۰۰۹

اردوغان د غونډې نه د وتو په حال کې
اردوغان د غونډې نه د وتو په حال کې

عرب مشران یې باید له اردوغان څخه زده کړي!

د ۲۰۰۹ ز دجنورۍ پر ۲۹ مه نېټه دترکیې لومړي  وزیر رجب طيب اردوغان  له کنفرانسه په غوسه ووت، ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت  ورنه کړ، چې د شمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي.  د اسراییلو ولسمشر  پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ  اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب  طيب اردوغان ته خوځوله  اردوغان  به څه کويکه چیرې هره شپه پر استانبول توغندي وتوغول شي  .

اردوغان ورته وویل: «ته  له ما مشر یې،  خو دا تاسې ته نه ښايي، چې په دغه لهجه  او لوړ اواز خبرې وکړې  له دې څخه دا ثابیتږي، چې ته ګناهګار یې، داسرايیلو لښکر په غزة کې ماشومان وژني ستاسې وزیرانو او رییسانو ماته ويلي، که دوی چېرې  د ټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډېرې  نیکمرغۍ احساس به وکړي». دغه  مهال د کنفرانس سمبالونکې ورته  وخت  نه ورکاوه، نو د احتجاج په  توګه لهغونډې ووت. د حماس  مشرانو یواځې دومر ه وویل: عرب مشران یې باید له ده څخه زده کړي!

سرچینې : بېلابېل فارسي وېب سایټونه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button