طالبان : د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې مو دوه کماندو عسکر نيولي

طالبانو ادعا کړې چې په خپلو تشکيلاتو کې يې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې مسؤلو وسلوالو د دولت ۲ کسان کوماندويان نيولي دي، دوی دا خبر په خپله ويب پاڼه الاماره باندې هم نشر کړی دی.

په دې خبر کې راغلي چې ياد عسکر ابراهيم د جمعه ګل زوی او وفادار د يارمحمد زوی دي، دوی دواړه د همدې ولايت د مېلن سيمي اوسېدونکي دي.

طالبان وايي وسلوالو يې د زرمت په منځ کې تېره شوې د ګرديز – غزني د عمومي لارې پر سر تالاشي کوله چې له يو موټر نه يې دواړه عسکر ښکته کړل، د ادعا له مخې له عسکرو سره اسناد هم نيول شوي.

د عسکرو برخليک تردمګړۍ نه دی څرګند شوی خو طالبان وايي خوندي ځای ته يې لېږدولي دي.

له دې پرته يادو وسلوالو د هيواد په بېلابيلو ولاياتو کې ګڼ عسکر ژوندي نيولي چې ځيني يې د دوی له خوا د محکمې په امر وژل شوي، يو له هغو نه يې په لنډه تېره شوې کې د ننګرهار يو عسکر و چې په همدې ولايت کې په دې تور اعدام شو چې په ګردېز کې يې د طالبانو مړي په ټانګ پسې تړلي او کش کړي وو، ډېری عسکر د دوی له خوا له کلک تضمين اخيستلو وروسته خوشي شوي هم دي.

ګومان کېږي چې دا عسکر د غزني ولايت په ځينو ولسواليو کې د عملياتو له ترسره کولو وروسته خپل کلي ته روان وو چې په لاره کې د طالب وسلوالو ګورت ته ورغلي.

شبير

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button