فېسبوک د بې پیلوټه الوتکو پواسطه د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي.
زاهدالله ځلاند
د فېسبوک اداره غواړي، چې ټولې نړۍ ته د ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په جوړولو سره د انټرنېټ آسانتیا برابره کړي.
د فېسبوک ټولنیزې وېبپاڼې مشر مارک زوکربرګ ویلي دي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې به د لمر څخه چارج کېږي او خلکو ته به د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي.
د دغې پروژې نوم اکویلا ((Aquila دی، چې تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې ده.
فېسبوک تېر کال د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یوه کمپنۍ، چې د اسکنټا ((Ascenta په نامه یادېږي، اخیستې ده او د بې پیلوټه الوتکو جوړولو ټیم ورسره وار له مخه شته دی.
فېسبوک داسې بې پیلوټه الوتکې جوړول غواړي، چې د درې میاشتو لپاره په فضا کې، د ۶۰ زره څخه تر ۹۰ زره فوټه په لوړوالي پرواز او الوت وکړای شي.
د دغو بې پیلوټه الوتکو د وزرونو اوږدوالی به ۱۵۶ فټه وي او له دې سره، سره به دغه ډرون ډېرې سپکې هم وي.
فېسبوک اداره داسې انګېري، چې د دغو ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو پر مټ به ټولې نړۍ ته د تېز او چټک انټرنېټ آسانتیا برابره کړي.
له دې وړاندې د ګوګل ادارې هم اعلان کړی و، چې فضا ته به لویې، لویې پوکڼۍ یا بالونونه او ډرون د دې لپاره ولېږي، چې خلکو ته د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کړي.
ګوګل او فېسبوک خپلې ټولې ګټې د هغو اعلانونو له لارې لاس ته راوړي، چې کوم د دوی په وېبپاڼو کې د دوی د کاروونکو لپاره اعلانېږي.
اوس ګوګل او فېسبوک غواړي، چې هغو ټولو خلکو ته د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کړي، چې انټرنېټ او د دوی وېبپاڼو ته لاسرسی نه لري.