پېښو ته د رسېدو وزارت: د وري له نهمې تر ننه په ټول هیواد کې د طبیعي پېښو له کبله ۱۳ تنه مړه شوي دي

عزم(یکشنبه، وري۱۳مه، ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکوي چې په هیواد کې وروستیو اورښتونو ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد وزارت ویاند شفیعالله رحیمي په یوه ویډیویي کلیپ کې منلې چې د وري له نهمې تر دې دمه د هېواد په څه باندې دولسو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له کبله درې کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
ښاغلي رحیمي زیاتوي چې تر دې مهاله ۲۶۱ کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړېدو او همداراز د ۱۵۵ څارويو له منځه تلو خبر هم دې ته وزارت ته رسېدلی دی. نوموړی وایي چې وروستیو سیلابونو څه باندې ۳۵۰۰جریبه کرنیزې ځمکه هم ویجاړه کړې او حاصلات یې له منځه وړي دي.
له سالنګونو خپاره شوي خبرونه وایي چې په جنوبي سالنګ کې تر دې دمه واوره اوري خو لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه ده. له بدخشانه په یوه خبر کې ویل شوي چې د شغنان او درواز ولسوالیو لارې د درنو واورو له امله تړل شوي دي.
همداراز د سمنګان او سرپل ولایتونو د ځینو لرو پرتو ولسوالیو او کلیو لارې د درنو اورښتونو له کبله بندې دي. د ټولګټو وزارت ژمنه کوي چې د یاد وزارت کارکوونکي له خپل ټول توان کار اخلي او لارې به ژر له واورو پاکې کړي.
بلخوا د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د شدید اورښت، واورې، تالندې او سېلابونو د راتګ خبرداری ورکړی دی.