په نيپال کي له زلزلې وروسته زر تنه اروپایان تري تم شوي
په نيپال کي دتیري اونۍ له زلزلې وروسته چي دزرګونو کسانو دوژلو سبب شوه زر تنه اروپایان تري تم شوي دي.
په نيپال کي داروپايي اتحاديې سفیر ترينک ویلي، چي په نيپال کي دزلزلې له امله ۱۰۰۰ تنه اروپایان لادرکه شوي دي.
اروپايي اتحاديې ویلي، چي دوی ددغو ورکو شویو کسانو پسي پلټني پيل کړي، ترڅو يې وموندو.
ترينک تیره ورځ دنيپال په پلازمینه کتماندو کي وویل، چي دتیري تم شویو اروپايي وګړو ډیری برخه دايوريست غره په شاوخوا سیمو کي لادرکه شوي دي.
نوموړي ویلي، چي په نیپال کي دوژل شویو سيلانیانو ستره برخه اروپایان دي.
تر دې وړاندي داسرائيلي رژیم چارواکو و ویل، چي په نیپال کي سلګونه یهودیان لادرکه شوي دي، چي دوی ورسره هیڅ ډول اړیکه نه لري.
په ورته وخت کي دنپيال چارواکو ویلي، چي په لري پرتوسيمو کي زیات شمېر خلک لادرکه او وژل شوي دي، چي دوی يې په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.
دنیپال دتیري اونۍ دخونړۍ زلزلې په ترڅ کي دوژل شویو کسانو شمېره تر۶۲۰۰ تنو اوښتې او تر۱۴۰۰۰ زيات کسان ټپیان شوي دي.
دنیپالي چارواکو په وینا، چي کېدلی شي دوژل شویو کسانو شمېرې تر دې ډیري لوړي شي، ځکه دوی په لري پرتو سیمو کي دوژل شویو کسانو له شمېرو خبر نه دي.
عادل خپلواک