نوی زيلاند: ۹۱ کلنې ميرمن له پول نه ګام اچولی

352674-grannyweb-1430488578-632-640x480

(۱۲ غويي ۹۴)په نوي زيلاند زړورې ميري منيسن چې په زړورتيا کې يې د (سيرګريني) لقب ګټلی د ۹۱ کالونو په عمر له يوه نسبتاً لوړ پول نه ګام اچولی او نوی تاريخ يې جوړ کړی.

نوموړې وويل چې دا يوه حيرانوونکې او خوښوونکې تجربه وه چې ترسره يې کړه او کله چې زه د ګام له ځايه راپورته شوم او د خلکو هڅونه او هرکلی مې وليد نو ډېره خوشاله شو.

نوموړې وويل چې زه له کوچنيوالي څخه په لوبو اخته يم چې  ټول عمر مې په لوبو او سپورت کې تير کړی دی او خو شاله يم چې نوی تاريخ مې جوړ کړی خو که چېرې زما خاوند ژوندی وای زه به يې هيڅکله دغه اقدام ته نه وای پرېښې.

د يادونې وړ ده چې ميري منيسن  ګام وهنه په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال پيل کړه چې هغه مهال د نوموړې عمر ۸۴ کاله و.

۹۱ کلنه منيسن ۷ بچيان ۱۸لمسيان او ۳۵کړوسيان لري.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button