بدخشان کي طالبانو ۱۳ پوستې نیولي

دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو ۱۳ امنیتي پوستې نیولي دي.
دطالبانو ویاند ویلي، چي تیره شپه يې دوردوج ولسوالۍ په صوفیانوسیمه کي دپولیسو ۱۳ پوستې کلابندي کړې، چي سهار وختي په ۴ بجې يې ونیولې.
طالبانو ویلي، چي دغه پوستې يې له جګړې پرته نیولي دي، ځکه کله چي پولیس له کلابندي خبر شول، ټولي پوستې يې پرېښودلې اوخپله له سیمي وتښتېدل.
راپورونه وايي، چي دبدخشان په ودروج ولسوالۍ کي له تیرو څو ورځو راهیسي جګړې رواني وې.
دبدخشان په وردوج ولسوالۍ کي طالبان په داسي مهال پرمختګ کوي، چي دهیواد په شمال کي پراخي سیمي ددولت له واکه وتلي، په کندز کي دتیري یوې اونۍ په ترڅ کي طالبانو ددغه ولایت زیاته برخه نیولې او دنوروسیمودنيولو لپاره يې جګړه پيل کړې ده.
تیره میاشت دبدخشان په جرم ولسوالۍ کي طالبانو ګڼي پوستې او ستر مرکزونه ونیول او تر ۶۰ زيات عسکر يې ووژل.
عادل خپلواک