غزه: اسرائيلي عسکرو يو فلسطينی کب نيوونکی شهيد کړی
(۱۲غويي ۹۴ عزم) دغزې په تړانګه کې اسرائيلي عسکرو يو فلسطينی کب نيوونکی هغه مهال شهيد کړ چې د کبانو د نيولو په نيت يې په کښتۍ کې سفر کاوه.
د راپورونو له مخې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو سمندري عسکرو د فلسطينيانو په کښتۍ بريد وکړ او يو فلسطينی کب نيوونکی يې شهید کړ.
بل خوا يو بل فلسطينی د غزې د تړانګې او جنوبي فلسطين ترمنځ سيمه کې د اسرائيلي عسکرو له لوري نيول شوی دی.
د فلسطين او اسرائيلو د يو تړون له مخې فلسطينيان کولای شي چې د غزې د تړانګې په سمندرګي کې ۶ کېلو متره واټن ووهي او کبان ونيسي خو هغه کښتۍ چې فلسسطيني کب نيوونکی په کې سپور و د سمندر له غاړې څخه په ۴ کېلو مترۍ کې و چې لاهم د اسرائيلو حدودو ته ۲ کېلو متره واټن پاتې و خو د اسرائيلو له لوري ووژل شو.
عبداللطيف نظيف