په فراه کي دپشترود دامنيت امر وژل شوی

دفراه امنيتي چارواکي وايي، چي په فراه ښار کي دپشترود ولسوالۍ دامنیت امر وژل شوی دی.
تیره شپه دپشترود ولسوالۍ دامنیت امر دفراه ښار په څلورمه حوزه کي دیوه غلچکې برید په ترڅ کي وژل شوی دی.
دفراه والي ویلي، دپشترود ولسوالۍ دامنیت امر هاشم خان دموټرسائيکل سپرو له لوري وژل شوی دی.
طالبانو دبرید پړه منلې ده او ویلې دي، چي هاشم خان يې دعزم دعملیاتو په ترڅ کي بیګاه شپه وواژو.
طالبانو ویلي، چي هاشم خان په سیمه کي ډیر ظالم او دیوشمېر مسلمانانو په وژلو کي یې لاس درلود.
طالبانو په خپل بیان کي ویلي، چي هاشم خان په فراه کي داربکیانو په رامنځ ته کولو کي پراخه ونډه لرله.
په فراه ښار کي دالومړۍ پېښه نه ده، بلکه تر دې وړاندي هم په فراه ښار کي دغه ډول پيښي رامنځته شوي دي، ویل کيږي، چي په دې وروستیو کي په فراه کي امنیتي پيښي زیاتي شوي دي، چي چارواکي یې سخت اندېښمن کړي دي.
عادل خپلواک