د طالبانو پلاوی د پګواش په کنفرانس کې ګډون کوي

(۱۲ غويي ۹۴ عزم) ټاکل شوې ده چې د قطر په هيواد کې د پګواش په نامه نړيوالې موسسې په هڅو جوړې شوي کانفرانس کې د طالبانو پلاوی هم ګډون وکړي دغه دوه ورځينی کانفرانس چې د (يکشنبې او دوشنبې) په ورځو کې به دوام لري د افغانستان د ستونزو په هکله به پکې خبرې کيږي.
پګواش چې مرکز يې په کاناډا کې دی د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې د ستونزو او لانجو د هواري له پاره کارکوي او داځل غواړي چې د افغانستان د ستونزو د هواري له پاره ګامونه پورته کړي.
طالبانو ديوې اعلاميې په خپرولو سره په ياده غونډه کې د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دخپل يوه اته کسيز پلاوي ګډون تائيد کړخو تر څنګ يې ويلي چې په ياد کانفرانس کې ګډون د روغې جوړې د رسمي پيل په مانا نه دي.
د افغان دولت له لوري هم په ياد کانفرانس کې د ګډون له پاره يو ۲۰ کسيز پلاوی دوحې ته رسيدلی.
دا به وروسته مالومه شي چې نوموړی کانفرانس د هيواد په سوله کې څه رول لوبولی شي.
عبداللطيف نظيف