جاپان: د کوچنيانو د ژړا مسابقه کيږي
(۱۲ غويي ۹۴ عزم) د مور او پلار دا هيله وي چې واړه بچيان يې تل خوشال او خندان وي خو په جاپان کې هر کال د ماشومانو د ژړا مسابقه تر سره کيږي.
په دغه مسابقه کې ګټونکی هغه ماشوم دی چې تر ټولو زيات وژاړي او چيغې ووهي.
د مسابقې بڼه یې داسې وي چې په لوبغالي کې هر ماشومان ديوه پهلوان له لوري هوا ته پورته غورځول کيږي او بيرته يې پهلوان نيسي چې دهمدې جټکې او ډار له امله ماشوم چيغې وهي چې فيصله په همدغو چيغو کيږي
د ناکي زومو په نامه دغه فيستيوال چې د جاپان په پلازمينه ټوکيو کې له تېرو سلګونو کالونو راپه دېخوا د پسرلي په موسم کې تر سره کېږي هلته مور او پلار ددې انتظار وي چې بچی يې له نورو ښه وژاړي او چيغې ووهي.
د مسابقې بڼه یې داسې وي چې په لوبغالي کې هر ماشوم ديوه پهلوان له لوري هوا ته پورته غورځول کيږي او بيرته يې پهلوان نيسي چې دهمدې جټکې او ډار له امله ماشوم چيغې وهي چې فيصله په همدغو چيغو کيږي
ددغه فيستيوال په هکله دا خبره مشهوره ده چې يو ماشوم څومره ډير وژاړي او چيغې ووهي هغومره يې روغتيا ښه وي،او دجاپانيانو په خبره ډېر ژړېدونکی او چيغې وهوونکی ماشوم د شيطان له شره محفوظ وي.
د مسابقې چغنده او ډېر ژړېدونکی ماشوم د لومړي مقام ګټوونکی وي او دفيستيوال له لوري ورته جايزې هم ورکول کيږي.
عبداللطيف نظيف