د وفاق المدارس کلنۍ ازموينه د رجب په ۲۶ مه نېټه اخيتسل کيږي

(۱۲ غويي ۹۴ عزم) د پاکستان د دينې زده کړو لويې ادارې (وفاق المدارس العربيه) ويلي دي چې کلنۍ ازموينه به د روان کال د رجب دمياشتې په ۲۶ نېټه په ټول پاکستان کې شروع شي.
په دغه ازموينه کې به ۲۶۵۷۰۰ ددینې زده کړو نارينه او ښځينه زده کوونکي ګډون وکړي.
همدغه راز د حفظ امتحان به د رجب د مياشتې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې اخيستل کيږي. چې په کې به ۶۴۴۶۷ نارينه او ښځينه قاريان په ټول قرآن کې ازموينه ورکوي. سږکال په ټول پاکستان کې د دغو ازموينو له پاره په بېلابېلو سيمو کې ۴۵ د ازموينې ځايونه ټاکل شوي.
سږ کال به ددغې ازموينې څارنه د وفاق المدارس مشر مولانا سليم الله خان او ناظم قاري حنيف جالندهري کوي.
ددغو ازموينو پايلې به په روژه کې اعلانيږي.
وفاق المدارس په پاکستان کې يوه غېر دولتي اداره چې هدف يې په پاکستان کې د ديني مدرسو د منظمو زده کړو ترسره کول دي په دغو ازموينو کې د پاکستانيو په شمول په پاکستان کې ميشت افغان کډوال چې د مهاجرت قانوني اسناد ولري هم ګډون کولی شي.د يادې ادارې مرکزي د فتر دپاکستان دپنجاب ايالت په ملتان کې ده
تر دا مهاله له دغې ادارې په لکونو عالمانو او قاريانو ته د فراغت سندونه ورکول شوي دي چې په دغه ازموينه کې د احاديثو د دورې اسناد په پاکستان کې د لوړو زده کړو معادل او په افغانستان کې د نيمه لوړو زده کړو دسندمعادل ګڼل کيږي.
عبداللطيف نظيف