Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

پر سیمه او نړۍ د افغان حکومت د رسمیت پېژندل کېدو اغېز

خط اول

افغانستان د سیمې لپاره د اتصال یوه داسې مهمه کړۍ ده چې په بحراني حالت کې  یې د سیمې هیوادونه له ګڼو ستونزو سره مخ کیدای شي.

په اقتصادي برخه کې د سیمي لپاره د افغانستان ارزښت خورا زیات حیاتي رول لري او له منځنۍ اسیا سره د وصل یوازینۍ لار یې بللای شو. د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد تر ټولو ارزانه لار د سیمې لپاره افغانستان دی، چې دا مهال پرې د ډېرو هیوادونو اموال انتقالیږي. پر دې بنسټ ګاونډي هیوادونه په دې برخه کې اړ دي چې له افغانستان سره تعامل وکړي.

که افغان حکومت په رسمیت وپېژندل شي، له دې سره به د سیمې د هیوادونو ګډې پروژې (لکه ټاپي، کاسا زر، او ورته نورې) بیرته په چټکۍ پیل شي، نړیوال بانک به د سیمې په کچه له درېدلو پروژو سره یو ځل بیا تعامل پیل کړي، ځکه چې افغانستان د دې پروژو یو مهم اړخ دی. نړیوال بانک اوس په دې بهانه تعامل نه کوي چې افغان حکومت لا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. د امارت په رسمیت پېژندل کېدو سره به د سیمې هیوادونه ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي، چې افغانستان به یې هم برخه وي. دا هم باید وویل شي چې په اقتصادي ودې سره په سیمه کې بحرانونه پای مومي او د ټیکاو دریڅې پرانیستل کيږي.

تر دې ورهاخوا، په امنیتي لحاظ هم د سیمې لپاره یو پر امنه افغانستان ډېر مهم دی، ځکه که چیرې په افغانستان کې یو مستحکم نظام موجود وي نو له دې سره امنیت هم خوندي کیږي او ګاونډیانو ته ترې ستونزې نه شي ایجادېدای. او که چیرې په افغانستان کې داسې یو نظام وي چې له ستونزو سره مخ وي، نو په دې کې شک نشته چې زیان به یې ګاونډیو هیوادونو ته هم رسیږي.

په نړیواله کچه هم همدا قضیه صدق کوي. که نړیوال غواړي یو پر امنه افغانستان تجربه کړي، نو باید له افغان حکومت سره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپیژني. اوس دوی ته بله لار نه ده پاتې او نه تر اوسني نظام بل ښه بدیل پیدا کولای شي. دلته ډېر تجربه شول. نه یوازي دا چې هغوی نړیوالو ته په سترګو کې شګې واچولې، بلکې افغان ولس یې هم ناراضه کړی او ملت یې هیڅکله نه غواړي.

د دې پرځای چې نړیوال له افغانانو لاس پر سر شي، ښه به دا وي چې د ځان، جهان او افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره له افغانانو سره تعامل وکړي؛ او د سیمې د امنیت او ثبات د خرابولو پر ځای دې د سیمې د بیا رغوني لپاره کار وکړي. دا د ټولې نړۍ په ګټه دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button