کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره دوه نوي روزونکي وګمارل

عزم (سه شنبه، ۱۲/۲/۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره دوه نوي هندوستاني روزونکي وګمارل.
هندی مندیپ سینګ چې د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې د فیزیو تراپي او راجیش چوهان چې وړاندې یې د زمبابوۍ، مالیزیا او سنګاپور لوبډلو سره کار کړی؛ د فزیکي تکړښت لپاره ټاکل شوي.
د کرکټ بورډ له لوري په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: «دواړه روزونکي به د توپوهنې او توپ اچوونې له دوو پاکستاني روزونکو عمران فرحت او رانا نوید الحسن سره د کورني کرکټ او ملي کرکټ اکاډمۍ اړوند لوبغاړو د هر اړخیزې روزنې او درملنې په برخه کې کار کوي.»
باید وویل شي چې په وروستیو کې دوه پښتانه لوبغاړي عمرګل او یونس خان د افغان کرکټ لوبډلې لپاره روزونکي ټاکل شوي وو، چې د دواړو قراردادونه ختم شول.
بل لور ته کرکټ بورډ وايي: له نویو ګمارنو سره به په دې وتوانېږو چې لوبغاړي د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته مجبور نشي او په هېواد د ننه یې بشپړه درملنه وشي.
خبر زیاتوي چې دغه چاره به د زیاتو مصارفو مخنیوی وکړي او د پيسو په سپما کې به اغېزمن رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په پېښور کې د تکړه توپوهونکي نجیب ځدراڼ عملیاتو او درملنې د یو شمېر افغانانو حساسیتونه راپارولي وو.