دا بوج نه دی، زما ورور دی

په جاپان کې د جګړې پر مهال دې هلک خپل مړ ورور په ملا پسې تړلی روان کړی و، چې یو عسکر ولید او ورته ویې ویل: دا مړ ماشوم وغورځوه، څو ستړی نشې.
هلک ځواب ورکړ: دا بوج نه دی، زما ورور دی.
عسکر د هلک ژورې خبرې باندې تر پوهېدو وروسته وژړل او بیا دا انځور د ټول جاپان د یووالي نښه وګرځېده.
کاش موږ هم نورو ته ویلي وای: دا بوج نه دی؛ زما ورور دی/ خور ده!
ژباړه: سمسور