روحې فشارونه

روحي فشار دورځني ژوند يوه برخه ده . تاسو نه شي کولي چې له هغي ځان وساتي . يواځي پکاردي چې ځان ورسره عيار کړي . تر څو وکولي شي خپله فزيکي او ذهني روغتيا خوندي وساتي .په حقيقت کې ټول روحي فشارونه بد نه دي . روحي فشارونه خوش اينده نه دي خو له ژوند لپاره مهم بلل کيږي . کله کله سخته تلوسه چې په يوه روحي فشار بدله شي کولي شي ستاسو ژوند کې لوي بدلون رالي . خو دا ددي پوري اړه لري چې تاسو دغه روحي فشار ته څه ډول ځواب وايي يعني عکس العمل مو د هغه په وړاندي څه ډول دي .
د روحي فشارونه منبعې يا سرچيني کومي دي؟
په عمومي توګه روحي فشارونه څلور اساسي سرچينې لري.
۱: کله ستاسو چاپيريال ستاسو په بيلابيلو غوښتنو تاسو تر فشار لاندي نيسي تر څو ونه شي کولي چې ځان عيار کړي او يا په بله معني په ارامه ژوند وکړي. د مثال په توګه تاسو مجبور يي چې د هوا هر ډول حالت تحمل کړي . کله هوا ډيره سړه وي او کله دومره توده چې ستاسو ارام اخلي . خاوري ډورې ، شور ، دخلکو گڼه ګونه دا ټول هغه څه دي چې انسان له روحي فشارونو سره مخامخ کولي شي .
۲: تاسو مجبوريي چې له ټولنيزو روحي فشارونو سره لکه د يوي مسلې په باب دضرب الااجل يا ټاکلي وخت را لنډيدل. اقتصادي ستونزي ، د يوي نوي وظيفې لپاره انترويو يا مرکه ، په يوي غونډي کې د خبري ، د يوه تړون يا موافقي ردول ، د وخت او پاملرنې غوښتنه اويا له چاسره په مينه کې ناکامي دا او دې ته ورته ستونزي انسان له ډير سخت روحي فشار سره مخامخ کولي شي .
۳: په فزیولوژیکه یا طبیعې وظیفوی تو ګه هم کله کله انسان باندي فشار وي لکه : په چټکې وده او په کم عمر کې ځواني ته رسيدل .. دمشال په توګه نجوني دخپل لومړي مياشتي عادت جامو په ليدو ډيرې حيرانيږي او دا خپله څه مودي لپاره دوي ناراموي . فزيکي ناروغي لکه توبرکلوز يا نرۍ رنځ يا هم نور تکليفونه .. د عمر ډيريدل يا زړښت .. ټپي کيدل ، لږ فزيکي حرکات ، ناسمه تعغذيه . ناکافي خوب او ورته حالات ټول کولي شي انسان تر روحې فشار لاندي راولي .د روحي فشارونو په صورت کې د انسان بدن په فزيکي لحاظ د عضلاتو د شخي ، سرخوږي ، د معدي نارامي او يا هم پريشاني يا Anxiety په توگه څرګندوي .
۴: د روحي فشارونو څلورمه سرچينه ستاسو فکرونه دي. دانسان بدن د بيلابيلو ناراميو په وړاندي عکس العمل ښيي . او هر انسان دهري ستونزي په باب په ځآنګړي توګه فکر کوي او عکس العمل يي هم فرق لري .
د روحي فشارونو په باب يو محقق ريچارد لزاروس په دي ټينګار کوي چې روحې فشار د حالاتو ارزيابي يا ارزونه کوي . تاسو لومړي دا پوښتي چې حالت څومره سخت دي او څومره له عادي حالته فرق لري . ستاسو بدن د ددغه حالت سره څنګه ګذاره کوي . هغه کسان چې پريشاني يا Anxiety لري دوي ډير ځله فيصله کوي چې دا حالت خطرناکه دي ، ستونزمن او يا هم درناکه دي . دوي ددي ستونزي او يا غيري عادي حالت سره ګذاره نشي کولي . کله کله د احالت دومره دوام وکړي چې پريشاني په ژور خبګان بدل شي او دانسان خوب خراب کړي .
لیکنه: ډاکتر فریده هوډ