کندرها، طالبانو په غورک کي ۵ پوستې نیولي

طالبانو دکندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کي تیره شپه دجګړو په ترڅ کي دپولیسو او عسکرو ۵ پوستې نیولي دي.
طالبانو ویلي، چي دغورک ولسوالۍ مرکز ته څېرمه دکړکشم او کلاماشا په سیمو کي يې په دغو پوستو پراخ بریدونه پيل کړل، چي په تر څ کي يې ۵ پوستې ونيولې او ګڼ شمېر عسکريې ووژل.
طالبانو ویلي، چي په دغو پوستو کي يې یوشمېر درندې او سپکي وسلې هم نیولي دي.
له بله پلوه طالبانو دکندهار دامنیتي چارواکو هغه ادعا ردکړې، چي ویل یې په غورک ولسوالۍ کي يې تر ۶۰ پوري وسله وال طالبان وژلي دي.
طالبانو ویلي، چي دچارواکو دا خبره حقیقت نه لري او ددوی وسله وال په دغې ولسوالۍ کي نه دي وژل شوي دي.
طالبان وايي، چي له ډیري مودې راهیسي يې دغورک ولسوالۍ مرکز کلابند کړی دی او هیڅ ډول اکمالات دغې ولسوالۍ ته نشي کيدلی.
عادل خپلواک