امریکایانو له  ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ۱لکو زیات افغانان وژلي

داسوشېټيډ پريس خبري اژانس دامریکادبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړنيزي موسيسې دراپور په حواله ویلي، چي امریکایانو له ۲۰۰۱ کال راهیسي تر ۱  لکو زیات افغانان وژلي او همدومره نور يې ټپیان کړي دي.

دبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړني موسیسې دامریکايي یرغل له امله په افغانستان او پاکستان کي دوژنو او نورو زیانونو شمېرې او اندازې په ډاګه کړي دي، یادي ادارې ویلي، چي دامریکايي یرغل له امله په افغانستان او پاکستان کي ۱۴۹ زره کسان وژل شوي، چي یولکو يې په افغانستان او پاته ۴۹ زرو يې په پاکستان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دڅېړني لیکوالې نیټاکرافورډ ویلي، چي په دې وروستیو کي په افغانستان کي وژني ډیري شوي دي او داددې ښکارندويي کوي، چي دامریکايي یرغل له امله پيل شوې جګړې زیاتي شوي او خونړۍ شوي دي.

نيټاکرافورډ ویلي، چي دا شمېرې یې دملګرو ملتونویوناما ادارې په بنسټ راټولي کړي او خپرې کړي دي، کنه دوژل شویو کسانو شمېرې تر دې هم لوړي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button