پکتیکاکي اربکي قومندان مېړوښه ښځه تښتولې

دپکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کي داربکیانو قومندان یوه مېړوښه ښځه تښتولې ده.
راپورونه وايي، دخیرکوټ ولسوالۍ په بکخیلو کلي کي داربکیانو ظالم قومندان احمدالله چي داحمدشاه زوی دی دسلطان په نوم دیوه تن مېړوښه لورتښتولې ده.
دسیمي خلکو ویلي، چي احمدالله دميړوښي ښځي تر تښتولو وروسته په سیمه کي دپولیسو یوه قومندان ته چي په بدو سره شهرت لري ورغلی او له هغه سره اوسیږي.
دسیمي اوسیدونکو ویلي، چي تر پيښي وروسته دسيمي سپين ږيري او مشران بدو قومندان ته ورغلي او غوښتنه یې ورڅخه کړې، چي احمدالله په لاس ورکړي، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.
ویل کیږي، چي دپيښي له امله دسیمي خلک سخت په غوسه شوي دي.
دخیرکوټ ولسوالۍ دهغو سیمو اوسیدونکي چي اربکیان پکي میشت دي وايي، چي دا لومړی ځل نه دی، چي اربکیان دخلکو په ناموس او عزت تیری کوي، بلکه تر دې وړاندي هم دغه ډول پيښي رامنځته شوي دي.
دیادني وړ ده، چي داربکیانوله لوري دهیواد په بېلابېلو سیمو کي دخلکو په ناموس دتیري زیات شمېري پيښي رامنځ ته شوي دي، چي تراوسه مرکزي حکومت هیڅ ډول توجه نه ده ورته کړې اونه یې هم ددغو ډول ناوړه کړنو دمخنیوي هڅه کړې ده.
عادل خپلواک