طالبان وایي په بامیانو کې یې د افغان عسکرو یو نظامي مرکز نیولی

له بامیان ولایت نه دجګړو راپورونه ورکړل شوي،دکهمرد په ولسوالۍ کې دپولیسو په امنیتي پوستو باندي وسلوال بریدونه ترسره شوي، دترسره شویو بریدونو مسولیت طالبانو منلی.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي نن سهار وختي یې د باميانو ولايت کهمرد ولسوالۍ اشپيشته سيمه کې د پولیسو په لوی مرکز او ۲ امنیتي پوستو بريدونه ترسره کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په جګړه کې لويه قرارګاه سره له دواړو امنیتي پوستو نیول شوې، ۸ تنه پوليس په کې وژل شوي ، ۵ تنه ژوندي نيول شوی .
طالبان وایې په دغه جګړه کې ډيره سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي هم په لاس ورغلي دي.
په سیمه کې دبامیانو امنیتي چارواکو پيښه تاید کړې ده خو په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات رسنیو ته په واک کې نه دي ورکړي.
حمدالله صابر