طالبان: «په خپل سیاست کې د تعادل، توازن او عدم مداخلت اصول تعقیبوو»

طالبانو داونۍ په تبصره کې دخپلو سیاسي کړنو او هلوځلو په اړه وضاحت کړی دی او وایي چې په خپل سیاست کې دتعادل ، توازن او عدم مداخلت اصول تعقیبوي
طالبانو لومړی داسلامي سیاست په اړه یوه مقدمه ایښې ده او پکې زیاته کړې یې ده چې (اسلامي سیاست دمقدس جهاد یوه برخه ده ) په تبصره کې راځي اسلامي سیاستونه دي چې «د جهادي موخو په تر لاسه کولو کې یې مهم رول لوبولی دی، مجاهدین یې په اساني سره منزل مقصود ته رسولي دي، د ولسونو اعتماد یې تر لاسه کړیدی، قومونه یې له تشتت او تفرق نه ژغورلي دي، د ارام او سوکاله ژوند چاپیریال یې رامینځته کړیدی او د ناخوالو او جګړو مخنیوی یې کړیدی»
طالبانو له ګاونډيو هیوادونو سره په متقابل احترام ولاړي اړیکي او روابط دافغانستان دامنیت او سوکالۍ لپاره اړیني بللي دي .دوی دغه راز له نورو اسلامي هیوادونو سره هم ښه علاقه دافغانستان په ګټه بولي .
طالبانو داهم ویلي چې ،له یوه بهرني هیواد سره زموږ اړیکي دهیڅ بل هیواد په ضرر نه دي ،او نه له نورو هیوادونو سر ه زموږ په اړیکو اثر غورځوي ،په تبصره کې دطالبانو دسیاسي دفتر دمشر طیب آغا وروستي رسمي سفر ته چې دایران هیواد ته یې کړی وو اشاره شوې، ده او وایي : « د ایران اسلامي جمهوریت ته د اسلامي امارت د لوړ پوړي هیئت وروستنۍ سفر ځکه مهم دی چې په ایران کې زمونږ تر دوه میلیونه زیات افغانان د مهاجرینو په صفت اوسیږي، هلته ژوند کوي، او تر ۹۰۰ کیلو متره زیاته ګډه پوله ورسره لرو او د بهرني اشغال د پایته رسیدلو غوښتونکی دی.»
باید ووایو چې دطالبانو دسیاسي کمېټې مشر طیب آغا په دې وروستیو کې دایران هیواد ته یو رسمي سفر کړی وو
طالبان هره اونۍ په یوه مهمه موضوع باندي ددوی درسمي دریځ دڅرګندلو په موخه یوه تبصره خپروي
جاوید احمد