متحد اسلامي امارت

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُوا)

مجاهدین د الله تعالی ددې حکم په مفهوم ښه پوه دي، چي وايي، د الله تعالی په رسۍ(قرآن کریم) ټول منګولې ولګوئ او له تفرق څخه ځان وژغورئ، ځکه که مسلمانان د الله تعالی له عهد او قرآن کریم څخه مخالفت وکړي او په خپل منځ کي په اختلافاتو او ډلو ټپلو سر شي، نو بیا يې قوت او دبدبه، شان او شوکت له منځه ځي.

(وَلا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ) طالبان ددې خبرداري په اهمیت خبر دي، چي منازعه او اختلاف مه کوئ، چي بیا تاسو ناکام کيږئ او قوت مو ختميږي، ځکه کله چي اختلافات او منازعې رامنځ ته شي، نو بیا د مسلمانانو هغه واحد قوت نه پاته کیږي، دښمن ته متوجه قوت يې وېشل کیږي او دښمن یې له اختلاف څخه ګټه اخلي، نو ددې لپاره باید مسلمانان د خپل امیر بشپړ اطاعت او پيروي وکړي، اختلافات ورسره ونه کړي، ستونزي ورته جوړي نه کړي، بلکه په ټولو چارو کي تر خپله توانه مرسته ورسره وکړي او که د مرستي توان نه لري، باید مخالفه جبه ورته نه پرانيزي، چي هم د مسلمانانو په تفرق دښمن خوښ کړي او هم په دې تفرق امیر د مسلمانانو له مصالحو او ددښمن له مقابلې څخه په داخلي ستونزو بوخت کړي.

( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُوْلِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ) مجاهدین ددغه حکم په موجب د عمل کولو په ارزښت اګاه دي، ځکه الله تعالی د امیر اطاعت ته دومره اهمیت ورکړی، چي تر خپل اطاعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر اطاعت وروسته یې د امیر د اطاعت حکم کړی دی، هو! د امیر اطاعت په معروف کي کیږي او که کوم امیر په منکر امر وکړي، نو په همدې خاصه موضوع کي يې د امر تعمیل نه کیږي، اما اطاعت يې په نورو امورو کي لازمي دی.

(ومن مات وليس في عنقه بيعة مات مِيتة جاهلية) ددې وعید، چي که څوک بې د امیر له بیعت څخه مړ شي، نو د جاهلیت په مرګ مړ شو، خطر مجاهدینو درک کړی، نوځکه د امام بیعت او اطاعت ته وړاندې والی کوي، په بیعت کي دا بسنه کوي، چي اهل حل والعقد چي اوس مهال د اسلامي امارت عالي شورا ده له امام سره بیعت وکړي او کله چي هغوی بیعت ورسره وکړي، نو د امیر ولایت ثابت شو، په عامو مسلمانانو، عامو علماوو، عامو مجاهدینو دا لازم نه ده، چي په مستقيمه توګه بیعت وکړي، بلکه د هغوی لپاره د بیعت په ځای دا کافي ده، چي د امام اطاعت او پيروي وکړي، امام نووی رحمه الله وايي، په بیعت کي د ټولو مسلمانانو او د اهل حل وعقد د ټولو غړو بیعت شرط نه دی، بلکه څومره علماء، مشران او مخور چي حاضر وو د هغوی بیعت شرط دی او په نورو د امام پيروي لازمي ده.

( ومن بايع إماما فأعطاه صفقة يده وثمرة قلبه فليطعه ما استطاع ، فإن جاء آخر ينازعه فاضربوا عنق الآخر” رواه مسلم)

طالبان د امامانواو امیرانو د تعدد په ناوړه پایلو پوه دي، نوځکه تل یوه امیر ته ژمن پاته شوي، د بیعت تعدد په دې برسېره چي بدعت دی د اختلافاتولامل هم ګرځيږي، نوځکه نبی عليه السلام وايي، له یوه امیر سره تر بعیت وروسته که بل راغی او له لومړي امیر سره یې منازعه او اختلاف کاوو، نو غاړه يې ور ووهئ، یعني بیعت مه ورسره کوئ او د اړتیا په صورت کي ورسره جګړه وکړئ اوله منځه یې یوسئ، د مسلمانانو د امیر اطاعت نه کول اود مسلمانانو له ډلي څخه وتل د هلاکت لامل ګرځي، ځکه د مسلمانانو له امیر سره اختلاف کول، د مسلمانانو ټولی پرېښودل، له مسلمانانو څخه بېله لاره غوره کول د مسلمانانو ټولني ته د زیان لامل ګرځي، نو په دې سره دا یوه اجتماعي ګناه شوه، چي عذاب يې هم ستر دی.

(إنَّ الله لا يجمَع أُمَّتي على ضَلالة، ويَدُ الله مع الجماعة، ومَن شَذَّ شَذَّ إلى النار؛ رواه الترمذي)

طالبان په دغه وعید يقين لري، چي که څوک د مسلمانانو له ډلي څخه جلا شي هغه به د دوزخ په اور کي هم تنها وي، یعني دوزخ ته به ولويږي، نوځکه هغوی ځانونه سره یو کړي او د دښمن په وړاندې د یوه قوي صف په توګه دريدلي دي.

په آيتونو او حديثونو کي د مسلمانانو یووالي ته خورا زیات اهمیت ورکړل شوی، ځکه کله چي هم مسلمانانو یوځای اختلاف سره کړی، په ډلو او ټپلو سره وېشل شوي، نو نه جبرانېدونکی زیان یې ليدلی دی، له بده مرغه د اسلام په تاریخ کي ددې ډیري بېلګي شته، خو غواړم د یوڅو مثالویادونه وکړم.

په اندلس کي مسلمانانو شاوخوا ۸ پيړۍ حکومت وکړ او اندلس په اروپا کي د مسلمانانو د یوه قوي سنګر په توګه تر ډیره د اروپايي داړه مارانو مخه نیولې وه، خو اختلافاتو، داخلي جګړو، ډلو ټپلو او په یوه هیواد کي بېلو مشرانو له شاوخوا ۸۰۰ کلونو وروسته دغه ستره خطه د مسلمانانو له لاسه وايستله.

عثماني خلافت له برمه ډکه واکمني لرله، د نړۍ په یوه ستره برخه يې کنترول ټېنګ کړی و، د اروپا، افريقا او اسیا پراخي سیمي یې تر ولکې لاندې وې، خو د نورو ډیرو عواملو ترڅنګ اختلافات او دخلافت په ضد د مسلمانانو بغاوتونه ددې لامل شول، چي د مسلمانانو د دفاع دا ستره کلا ونړول شي، چي مسلمانان یې تر اوسه ترخه څکي او د روانو ډیرو ناخوالو او ستونزو لامل همدا د خلافت سقوط بلل کیږي.

که ډیر لري ولاړ نشو، د   شوري اتحاد په ضد د افغانانو جهاد د يوې بريالۍ مبارزې په توګه نه یوازي چي افغانستان د هغوی له شر څخه خلاص کړ، بلکه اسلامي نړۍ ته یې د هغوی له شرارت څخه نجات ورکړ، آن ټوله نړۍ يې د شوروي له ګواښ څخه وژغورله، دا جهادپه دې لحاظ چي هیواد مو له اشغال، کفر او فساد څخه خلاص شو بریالی و، خو اما د مشرانو د تعدد له امله د جهاد اهداف په بشپړه توګه ترلاسه نشول، ځکه امیر یو نه و، هر جهادي رهبر د یوه مستقل مشر په توګه عمل کاو، چي وروسته د واک په سر په جګړو کېوتل او هغه ناخوالي رامنځ ته شوې، چي درد يې اوس هم پاته دی.

يا که اوس مهال د سوريې حال ته وګورو، هلته تر سلو زیاتي بېلې ډلي او تنظيمونه په جګړه بوخت دي، که څه هم ډیري ډلي يې په عقيدوي لحاظ سره یو دي، خو د مشرتابه اختلاف ډیر ځله ددې لامل شوی، چي هغوی په خپل منځي جګړو اخته شي، د سوريې انقلابیان د شمېر او وسلو په لحاظ قوي دي، خو د واحد مشرتابه نشتون ددې سبب شوی، چي هغه پاڅون چي باید پخوا لا پای ته رسېدلی وای تر پنځو کلونو اوږد شواو لا يې د بریا هيلي نشته او د جګړې اوږدوالي نړیوالو ځواکمنو هیوادونو ته موکه برابره کړه، چي په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په دغه هیواد کي مداخلې وکړي.

خو د غربي او امریکايي اشغال په ضد د افغان ولس اوسنۍ مبارزه که څه هم طولاني شوه، که څه هم مجاهدین بې د کوم هیواد له مرستي په ډیرو کمو وسائلو جګړه په مخ بیايي، که څه هم دښمن د مادي وسائلو په لحاظ قوي او په شمېر کي ډیر دی، که څه هم په روانه مبارزه کي په ټوليزه توګه د ملت زیانونه زیات دي، لکن لله الحمد اسلامي امارت متحد دی، چي دا یې د بري راز او د راتلونکې هيله ده.

د اسلامي امارت مجاهدینو دا درک کړې، که متحد پاته نشي، په دې برسېره چي د الله تعالی تر سخت وعید به لاندې شي، هيڅکله به دبریا څرک ونه ويني، هيڅکله به د شهیدانو ارمانونه پوره نه کړي هغه څه چي په قیامت کي به یې شهیدان پوښتنه کوي اونه به يې هم دشرعي نظام د پلي کولو ارمان پوره شي او نه به هم د (ويکون الدين کله لله) هدف ته ورسيږي.

د متحد او سر لوړي اسلامي امارت په هیله

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button