ځانګړو ځواکونو کندز کې په روغتون بريد کړی
کندز(عزم : پنجشنبه ۱۱ چنګاښ ٩٤)
په کندز ولايت کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون يو ډاکټر د نوم د نه اخيستلو په شرط رسنيو ته ويلي چې تېره ورځ د(چنګاښ ۱۰) د هېواد ځانګړو ځواکونو په روغتون د اسنادو د پلټلو په پلمه بريد کړی،چې په غبرګون کې يې د روغتون ډاکټرانو خپلې روغتيايي چارې د اعتراض په توګه درولې او دروغتون دروزاه يې تړلې ده.
له دې مخکې داسې ويل کېدل چې ګواګې په دغه روغتون کې د طالبانو د ټپيانو درملنه کيږي خو د سرچينو په ويناځانګړو ځواکونو په پلټنو کې داسې اسناد پيدا نه کړل چې په ياد روغتون کې دې د ټپيانو طالبانو درملنه شوې وي، د سرچينې په قول چې ځانګړو ځواکونو له دفاع وزرات نه د بريد امر تر لاسه کړی و.
خو ددفاع وزارت مسولینو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه روغتون د هېواد په شمال ختیځ کې له مجهزو روغتیايي مرکزونو څخه دی، چې له ۵ کلونو راهیسې په دې ولایت کې روغتیايي فعالیت کوي.
په دې روغتون په ورستیو کلونو کې د کندوز ولایت په ناامنه ولسوالۍ چهار درې کې هم څانګه پرانیستې وه.
په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د بې پولې ډاکټرانو دغه څانګه به کله د مخالفینو او کله هم د امنیتي ځواکونو په لاس کې وه.
امنیتي ځواکونه په دې باور دي، چې کله د چهار درې ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه؛ طالبانو د خپلو ټپیان درملنه په دې روغتون کې کوله.
يو افغان ډاکټر په دې اړه په تبصره کې وويل چې مونږ به هلته خپل مسلک ته ژمن يوو چې موږ د ټول انسانيت خدمت وکړو هغه که طالب وي او که عسکر.
ياد ډاکټر دا هم وويل چې که چېرته یو انسان د مرګ او ژوند په کشمکش کې وي او مونږ د هغه مرسته نه کوو نو مونږ به له انسانيت او خپل مسلک سره جفا کړې وي.
عبداللطيف نظيف