سعودي عربستان کې ۲۰ تنه عيسويان په اسلام مشرف شول

750048235058

رياض(عزم : پنجشنبه ۱۱ چنګاښ ٩٤)
سعودي عربستان ته د مزدورۍ له پاره تللي ۲۰ تنه عيسويان د رمضان المبارک د مياشتې په مناسبت د مسلمانانو د حالت په ليدلو  په اسلام مشرف شول .

په دغو نويو مسلمان شویو کې زیات يې د فلباين هيواد تبعه دي او دوی تول په پلازمینه رياض کې د شاه عبدالعزيز د پوهنتون په روغتون کې په دندو بوخت وو.

د سعودي عربستان د رسنيو د خبر له مخې دغه نوي مسلمان شوي د رياض په يوه جومات کې د امام شيخ ترکي کيلاوي په لاسو د ماخستن د تراويح وروسته د زرګونو مسلمانانو په وړاندې د توحيد کليمه وويلې او اسلام يې ومانه.

د جومات امام شيخ ترکي کيلاوي نویو مسلمانان شويو ته د اسلام د منلو د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې اسلام د محبت او الفت دين دی خو په دنيا کې يې کفار د بدنامولو هڅې کوې نوموړي زياته کړه که څه هم عيسويت هم اسماني مذهب دی خو الله ج د اسلام دين د ټول انسانيت له پاره غوره کړی دی.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button