فرانسې دجوماتونو دبندولو ګواښ کړی

فرانسوي چارواکو ویلي، چي په دې وروستیو کي يې ۴۰ ملاامامان له فرانسې ایستلي او د۲۲ تنونورو په دوسیو کار روان دی.

دفرانسې دکورنیو چارو وزیر برنارد کزینوف ویلي، چي دوی له ۲۰۱۲ کال راهیسي ۴۰ ملا امامان چي له اسلامي ډلو سره يې تړاو درلود او خلک يې جهاد ته هڅول له فرانسې ایستلي دي.

 کزینوف ویلي، چي که په هغو جوماتونو کي چي دملکي ټولنو له لوري اداره کیږي  جهاد ته دځوانانو دهڅولو څه تثبیت شي، ملاامامان به یې له هیواده وایستل شي او جوماتونه به وتړل شي.

دفرانسې ددفاع وزیر مانویل فالس ویلي، چي دوی تیار دي، چي ځیني جوماتونه او اسلامي ټولني وتړي.

دفرانسې دکورنیو چارو وزیر ویلي، چي دوی به له دې وروسته  دترکي، الجزائرې او مراکشي امامانو په ځای خپله په فرانسه کي ملاامامان وروزي.

په فرانسه کي دجوماتونو دتړلو ګواښ په داسي مهال راځي، چي په دې وروستیو کي په فرانسه کي په مسلمانانو، جوماتونو او اسلامي ټولنو بریدونه زیات شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button