پاکستان: د پوځي اورګاډي د ډوبېدو په پېښه کې جګپوړي چارواکي وژل شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرانواله ولسوالۍ کې د پوځ د خاص اورګاډي څلور ډبي د اوبي لویې ویالي ته هغه وخت لویدلي کله چې پر یاده ویاله پل ونړیدی او د اورګاډي څلور ډبي اوبو ډوبي کړي.

پېښه نن غرمه مهال په ځایې وخت دوولس نیمي بجې رامنځته شوي او د ژغورني چاري تراوسه دوام لري.

په پېښه کې د پوځ جګپوړي چارواکي وژل شوي چې په لړ کې یې د یونټ قومندان ډګروال عامر دهغه مېرمن او یوه لور، ډګروال راشد، کپتان عادل، دوهم بریدمن کاشف او نور چارواکي شامل دي.

حکومتي چارواکي تراوسه دا نه تاییدوي چې دا به یو تروریستي عمل وي خو وایې چې ددوی تحقیقات پیل شوي او په نژدې ۷۲ ساعته کې به د رسنیو سره معلومات شریک کړي.

عبدالله مدثر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button