داسامه بن لادن د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

55bcb7403f82e

لندن (عزم: يکشنبه،۱۱ زمری ـ۹۴ ل) د برتانيا د اسوشيټډ پریس خبري اژانس خبر ورکړ چې په برتانيا کې د سعودي عربستان سفير شهزاده محمد بن نواز بن عبدالعزيز په سعودي عربستان کې د (بن لادن) د کورنۍ د مهم ساختماني شرکت دغړو په مړينه غمرازي څرګنده کړې.
د سعودي عربستان د بن لادن د کورنۍ ۳ تنه د الوتکې د رالوېدو په پېښه کې مړه شول.

په برتانيا کې د سعودي عربستان سفير تېره ورځ په خپل ټوېټر کې وليکل چې د سعودي عربستان سفارت  د برتانيي له چارواکو سره په دې اړه په اړيکه کې دي چې د پېښې په اړه مالومات ترلاسه کړي او دمړو شوو عربانو مړي ترې ترلاسه کړي.

د برتانيا پوليسو ويلي چې په پېښه کې د پيلوټ په ګډون ۴ تنه مړه شوي دي.

د پېښې ښکار شوې طياره د برتانيا د مالپنسيا ايالت له میلان هوايي ډګر څخه روانه شوې وه او د بريتانې په جنوب کې له کوزېدو څو شيبې مخکې د نامعلوم لامل له وجې وغورځېده او اور يې واخيست.

د برتانيا پوليسو او دهوايي ځواک مسؤلينو د پېښې د څېړلو په اړه ګډ کميسيون جوړ کړی.

د سعودي عربستان خبري سرچينو ويلي چې ياده الوتکه د اسامه بن لادن د خاندان شخصي وه خو دمړو د هويت په اړه يې څه نه دي ویلي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!