د ملامحمد عمرمجاهد دژوند په اړه د خلکو کيسې او خاطرې(دوهمه برخه)

11805909_135837033421296_1343012838_n

راټولوونکی: مدثر همراز

دبي بي سي راډيو خبريال داؤد جنبش
ملا محمد عمر ولاړ، خو ځانته یې په افغان تاریخ کې ځای پرېښود: دا چې دا ځای څه دی، غوره قضاوت به پرې هغه مهال شونی وي چې د اوسني پېر ترخې هېرې شي او د هماغه مهال نسل د ۱۳۵۷ کال د ثور تر کودتا وروسته ټول غمجن پړاو په سړه سینه وسپړي او څېړي.

ښایي د خبریالانو په ډله کې تر ما له مرحوم ملاصاحب سره ډېرې مرکې چا نه وي کړي. یو ځل مې پر ۱۹۹۶ کال چې د بېل کلنټن ادارې پر خوست د کروز توغندیو برید وکړ، نیمه شپه له خوبه راویښ کړ او نظر مې یې واخیست او خپور کړ. نژدې پر هره مهمه پېښه یې تل زما ټېلېفونو ته ځواب ویلی او مرکې ته یې غاړه ایښې ده. آن ترپټېدو لږ وړاندې یې وروستۍ مرکه هم د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې له ماسره وکړه او تر هغه وروسته یې بیا چا غږ وانه ورېد.

د ۱۹۹۶ په اپرېل کې چې کله ملا عمر د زرو روحانیونو د یوې ډلې له خوا «امیرالمؤمنین» و ټاکل شو، د لنډې کتنې له پاره مې د کندهار د والي په دفتر کې ورسره ولیدل او بنډار مو وکړ. تل ورو غږېده، غوسه یې نه کوله، جملې یې لنډې او ساده وې، په خبرو کې یې د نورو ملایانو خلاف د مذهبي متونو پر ځای ډېر کلیوال سمبولونه او معیارونه خوښول. یو ځل چې کله د اسامه بن لادن او امریکا ته د طالبانو د ګواښ پوښتنه ترې وشوه نو ده په ډېره ساده لهجه وویل: «… زموږ پښه په خپله پایڅه کې بنده ده…»

بل ځل چې کله ایران په مزارشریف کې د خپلو «ډېپلماتانو» د وژل کېدو په غچ کې لسګونه زره عسکر د افغانستان پولې ته راوخوځول، ملا عمر له هغوی نه د سړې سینې د غوښتلو ترڅنګ وویل: «… نو که چېرې ونه شوه بیا به یې تر اصفهانه پسې واخلو…»

د تهران پر ځای د اصفهان یادول یوه تاریخي تداعي وه. ده غوښتل ایرایناینو ته د هوتکي شاه محمود دوران ورپه زړه کړي چې په اصفهان کې یې د فارس صفوي واکمنه وپرځوله او هلته یې ځان واکمن کړ.

البته د ملا عمر له نامه او له طالب غورځنګ سره د افغانستان د ولس او ټولنې ډېرې ترخې او غمجنې شېبې هم تړلې دي، چې زه پر هغو دلته غږېدل نه غواړم. یوازې مې د طالب مشرتابه له خوا د ملا محمد عمر د مړینې د رسمي تایید په پلمه دا څو ټکي له خپلو خاطرو څخه له تاسې سره شریک کړل.

 

صداقت ابو حارث

د امیرالمومنین د ميلمستون مسؤل مرحوم علي خان متقي راته كيسه كوله چی یو ځل امیرالمومنین د جبهاتو د ليدلو لپارہ غالبآ د زابل پہ لوری تلو او موتر یی خپلہ چلولو چی پہ تصادفآ د یوی لوی ویالی پہ غاڑہ پہ بایسکل سپور سړی پہ مخہ ورغئ او د سرک د تنگوالی پہ صورت کی بہ یا موتر ویالی یا کندی تہ غورزل وہ او یا بایسکل وهل خو امیرالمومنین د خپل ژوند پرواہ ونہ کڑہ موتر یی کندی تہ وغورزاوہ او چپہ شو خو سڑئ یی وژغورہ چی دا د کمال تقوی او د اللہ عزوجل نہ د ویرہ یوہ نمونہ ده.

سيد احمد قانع
کوچنی وم تازه مي باسیکل زده کړی و.
د جمعې ورځ وه، بازار خالي و د خرقې شریفي خوا ته ولاړم.
د خرقې شریفي د زیارت څخه یوه ډله طالبان راوتل، په مخ کې جګ صوفي سړی چي توربخن غټ ترخضي اریش کالي ئې اغوستي، جرمنی بوټ یې په پښو، توره د پاج لنګوټه ئې پر سر ریبکاټ صدرۍ ئې په تن وه، را روان و.
زه په ډېر فاتحانه انداز له خپل باسیکل سره چي نوی مي بازار ته را ایستلی و، له دروازې څخه په لږ فاصله کي ولاړ وم.
دوی را ورسېدل بېله دې چي څوک پر ما د باسیکل د ایسته کولو ږغ وکړي، راورسېدل. همدې لومړي تن زما سره داسي چلند وکړ، لکه ما چي لاره په حقه سره بنده کړې وي، په ډېري ارامۍ سره د باسیکل مخ ته تېر سو.
خدای شاهد دئ، چي دده ددې چلند څخه ډېر خوشحاله سوم. په زړه کي مي وویل دا سړي لکه چي زما د نوي باسیکل د زده کړي او خوشحالۍ څخه خبر و. تلوسه مي سوه، چي دا سړی و پېژنم. یو نفر ته مي وویل:
ملا صاحب دا سړی څوک و؟
په تلواري ږغ یې راته ویل: (لوی ملاصاحب!)
د لوی ملاصاحب د نامه پېژندنه خدایږو راته سخته وه.
کور ته راغلم دا کیسه مي د کورنۍ و نورو غړو ته وکړه. چا راته وویل هغه خو ملامحمد عمر اخوند و، د جمعې د لمانځه څخه وروسته ولایت ته تلئ.

 

قاري سعيد
۱۳۷۵ لمریز کال و د ماشومتوب وخت و او په ګردیز کې په حفظ بوخت وم ، یوه ورځ غږ شو چې بازار کې جلسه ده د ګردیز په مرکزي چوک باندې سلګونه خلک راغونډ شوي و، علماء او چارواکو تقریرونه کول،خبره دا وه چې په لومړي ځل له کلونو وروسته شرعي امیر ټاکل شوی دی،ملا محمد عمر مجاهد په کندهار کې دزرګونو علماوو لخوا امیر ټاکل شوی و او دلته په ګردیز کې یي د ملاتړ او بیعت لپاره غونډه رابلل شوې وه، دغونډې په ترڅ کې بیا بیا له نوي امیر سره د بیعت لپاره لاسونه پورته شول، زه که څه هم د بیعت په مطلب نه پوهیدم خو لاس مې پورته کاوو او د تکبیر چیغې مې ښې په جوش بدرګه کولې.
غونډه ماښام ناوخته پای ته ورسیده… څو ورځې وروسته چې د جمعې په رخصتۍ کور ته لاړم، مشر ورور مې راته د ترنم لپاره دا ترانه لیکلي وه.

تورې شپې لاړې سپین سبا شو په هر خوا باندې لمر دی
امیر المؤمنین زموږ ملا محمد عمر دی
هر دم دې زنده باد وي

رحمه الله تعالی

ـــــــــ
د سعودي د استخباراتو مشر ترکي الفیصل چې د شیخ اسامه د ترلاسه کولو لپاره یي ورسره پنډې پنډې ریالونه راوړي و، ملا صاحب په کندهار کې لومړی سم برابر او بیا په خړمخ د پیسو له پنډو سره یوځای وشاړه.
خو د ازبکستان محصور او مستضعف مسلمانان یي له ټول فقر سره سره په ډیرو سترو مصارفو د مرګ له خولې خلاص او په افغانستان کې یي ورته پناه ورکړه.
له دې ښکاري چې نوموړي خلک د شهزاده او ملنګ په حیث نه پیژندل بلکې د مؤمن او منافق په حیث یي پیژندل.

د لطف الله خيرخوا له ليکنې څخه
دوه زره لسم کال و. “جنګ” ورځپاڼه کې مې د جماعت اسلامي د يوه مشر کالم لوست. کالم کې يې د امارت پر مهال کندهار ته د خپل يوه سفر رویداد ليکلی و. د ده له قوله، چې موږ سفر ته ډېر تياری نيولی و. زيرک او تجربه کار وفد مو برابر کړی و. دوه درې ورځې مو د ملاصيب ليدو ته انتظار وکړ. کله، چې د ملاقات شېبې راورسېدې، زموږ د پخو او خولورو سټو ارواوې والوتې.

وايي موږ د نړۍ د رهبرانو د تکلفاتو فکر کړی و، مګر ډېره ساده ودانۍ کې او ډېر ساده لباس کې يو معزز، مرعِب او چوپ انسان سره مخ شوو. وايي زموږ وفد، چې سخت متاثره و، نو زموږ پخو نطاقانو او خبرلوڅو هم خپلې خبرې منظمې ونه کړی شوې.

وايي موږ د نړۍ حسابونه ارزولي وو. په سياستونو وغږېدو. ستراتيژۍ مو ورمخې ته کړې، د خبرو جريان کې ترخه هم راتله او خواږه هم، مګر د دې موقر انسان تندی نه په خوږه له خپل حالته بدل شو، نه په ترخه ګونځې شو. وايي کله مو چې خبرې پای ته ورسېدې، ډېر لنډ ځواب يې راکړ : ستاسو خبرې پر ځای دي، خو موږ دغسې فکر نه کوو. زموږ لار بېله ده.

د ليکوال تبصره دا وه، چې څوک دين ته کار کوي، هغه بايد د ملاصيب په څېر همغه ډول فکر وکړي، چې دين ته پرې کار کيږي، نه دا، چې زموږ د تنظيمونو په څېر د دين په نوم، د دين مخه ونيول شي.

ــــــــــــــــــ
استاد محمد زمان مزمل
چې زه په مجلسونو او ملاقاتونو کې نه ډارېږم، خو ملاصيب ته، چې ورتلم، پښو مې زور نه اخيست او هغه څه مې، چې ويل غوښتل سم مې ونه شو ويلی.

د لطف الله خيرخوال ليکنه
وايي ملاصيب ته چا وويل، چې امريکايان وايي موږ اسمان نه نيم انچ شی ګورو. نښه رانه نه خطا کيږي. وايي ملاصيب وويل : دا دوی وعدې دي، مګر زموږ رب هم وعدې کړي، ګورو، چې د چا وعده حقه ده. دوی دې خپل کار وکړي، موږ به خپل کار کوو.

د امريکايانو د غورځو پرځو په اړه ترې يو بله مشهوره خبره هم روايت ده. د امارت اخرنيو شپو کې يې مجاهدينو ته وينا کوله، چې : امريکايان ټکنالوژي لري، وژل به کولی شي، خو مرګ نه شي دفع کولی

يوه وينا، چې ما خپله اورېدلې او امريکايانو ته يې پر افغانستان د بريد پر مهال په ډېره اطميناني لهجه کړې وه. ورته وايي دا نو شاهي نظام نه دی، چې تاسې راشئ، موږ به درنه لاړ شو. دلته مجاهدين دي، منظم قطعات دي، غرونو ته به درنه وخيژي، هسې به ځان هم خراب کړئ او موږ هم.

 

اميد فردا

کابل له فتحی وروسته د اسلامی امارت زعیم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د یو فرمان په ترڅ کی د طالبانو په منځ کی د سګریټو په استعمال کلک بندیز ولګا وو دغه فرمان چی نوی صادر شوی وو د ځینو طالبانو غوږو ته رسیدلی وو او ځنی نور لا بی خبره وو په همدی ورځو کی د ملا امیرخان متقی ډریور چی د ده ډیر نژدی ملګری او ښه زړه ور مجاهد وو د ملا امیرخان متقی له لوری د سګریټو په څکولو لاس په لاس ونیول شو هغه بیچاره لا نه وو خبر چی د امارت له لوری د سګریټو په استعمال بندیز لګیدلی خو ملا امیرخان متقی خپل دغه زړور او مجاهد ډریور په دی جرم له دندی ګوښه کړ چی د امیر بی اطاعتی یی کړی ملګرو متقی صیب ته ډیری سپارښتنی وکړی خو ده ورته وویل د امیر د اطاعت په مقابل کی د پلار سپارښتنه هم نه منم .

مدثر همراز

د پښتون خوا د مشهوري مدرسي د يو شيخ الحديث شاګرد کيسه کوي وايي, چي د روان انقلاب په اولو وختونو کي د خپل شيخ الحديث استاد سره په يوه مجلس کي ناست وم نو خبره د ملا صاحب راغله, دي شيخ الحديث غوښتل ملا صيب ملامت او بي کفايته معرفي کړي نو کيسه يي داسي شروع کړه, پاکستان په ملا صيب ډيره خواري وکړه چي له خپل دريځ نه يي په شا کړي خو هغه نه منله اخر يي مونږ علماء واستولو چي د ملا صيب سره خبره وکړو, وايي مونږ چي کله ورغلو په يوه (درۍ) ناست و روغ بړ مو وکړ مونږ ولاړ وو چي کوم ښه ځاي ته به مو انتقال کړي خو ملا صيب په همغه درۍ کښيناست او مونږ ته يي هم د کېناستو وويل، مونږ هم تشريف کيښود ډوډۍ تياره شوه چي د ساده خوراک نه فارغ شو نو چا جرئت نشو کولاي چې خبره ياده کړي دا شيخ الحديث وايي چي زه ورته شروع شوم,ملا صاحب ته پوه سړي يي مونږ د علماوو په صفت راغلي يو او تاته دا مشوره درکوو چي د امريکاسره دا يو څو خبري ومنه اسامه ورته وسپاره ښځو ته ازادي ورکړه… په دي کي ډير لوي خير دي ستا بادشاهي به هم محفوظه وي مونږ به هم په امن کي يو, نو ملا صيب ټولو ته يوځل د حيرت په نظر وکتل بيا يي وويل چي درځئ بالا او نور له مجلسه لاړ, مونږ ناست وو مونږ ويل چي زه بيابه ورته يادونه وکړو په بله طريقه خو مونږ لا مشوره کوله چي يو دهشتي سړي را ننوت او کوتک يي په لاس کي دي واي چي د درځئ په معني پوهيږي که پوه مو کړم؟ همغه وو چي پښې مو سپکي کړي دا نو اوس کوم عقل او ظرفيت دي چي ملا صيب مونږ سره وکړ, واي په دي وخت يو شاګرد پوښتنه وکړه چي شيخ صيب که همدا قضيه د الله ج حضور ته وړاندي شي نو ستا په نظر ځوک به په حق وي, شيخ صيب يوشيبه سر ټيټ ونيوه بيا يي وويل چي هلته به مونږ سرونه ټيټ نيولي وي او ملا صاحب به په حق وي مونږ په باطل. ،

د محترم خان لالا له قوله يو مثال د ملامحمد عمر مجاهد د اهليت په اړه درسره شريک ګړم, رښتيا هم په امير المؤمنين کي د مسلمانانو د مشري اهليت شته, . د خلافت اعمال اميرالمؤمنين وکړل او غږ بغدادي پورته کړ . دوه مثالونه يې وويل، چې ملا محمدعمر مجاهد حفظه الله خلافتي ځانګړتياوې درلودې. يوه يې دا چې د يوه عرب لپاره يې خپله واکمني، خپله زمکه، خپل لښکر او خپل پروګرام له منځه يوړ. معنا دا وه، چې ملا صيب د «امت» مفهوم پېژندلی، هغه چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : المؤمنون أمة واحدة، لايسالم مؤمن دون مؤمن. نړۍ شهيد اسامه پسې راټوله شوه، خو ملاصيب دا جګړه خپله وګڼله او دا دی تر اوسه په کې ښکېل دی.

ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله ته د 1500علماؤ له خوا د اميرالمؤمنين د لقب ورکولو په مناسبت د خپل شعر دا دوه بيته درسره شريکوم,او همدومره ويل غواړم چي اميرالمؤمنين يو نړيوال شخصيت دي د هغه مشاويرين اونږدي خلک يي بايد را محدود نه کړي او له الله ج نه غواړم چي يو ځل بيا د اسلامي قانون څخه برخمن شو اود نفاق لمبي مو نور په زړونو کي سړي شي, .

مسلمه سره ورک به شو وحدت ته ضرورت دي

دکفر مقابل کي يو امت ته ضرورت دي .

قانون دي ربه غواړو عمر بيا راوله ربه

همرازه بيا په دي دنيا جنت ته ضرورت دي .

 ترتیب او ټولونه: ستاسو ورور  مدثر همراز

پای

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button