د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم به په بېجينګ کې ترسره شي

عزم (شنبه، د وږي ۱۱مه، ۱۴۰۲): د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۳۱ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې ویلي چې چين به د روان  کال په اکتوبر کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ درېیم سرمشريز فورم کوربتوب وکړي.

هغه ویلي، دغه فورم به نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د طرح کېدو د ۱۰ مې کليزې په وياړ جوړ شي، بلکې د بېلابېلو خواوو ترمنځ د اړوندو همکاريو په اړه به د سلامشورې لپاره مهم ډګر وګرځي.

د معلوماتو له مخې، چين له ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه تړونونه لاسليک کړي چې په رڼا کې يې څه باندې ۳۰۰۰ پروژې رامنځته شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button