تېر کال په افغانستان کې ۲۱۰۰ کسان د زړه له ناروغیو مړه شوي

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت په یوه ناسته کې ویلي چې له تېرکال راهیسې د زړه د ناروغيو له امله په ټول هیواد کې ټولټال ۲۱۰۰کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر دې مهاله د زړه پر ناروغي اخته ۲۶زره او ۹۴۶ ناروغانو بېلابېلو روغتونونو ته مخه کړې او له دې ډلې یې ډېری لا هم بستر دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان‌امرخېل وویل: (( پروسږ کال په ټول هیواد کې د زړه ناروغۍ اړوند ۲۶زره او ۹۴۶ ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې ده. البته هغه کسان چې موږ سره ثبت دي، شمېر یې ۲۰زرو ته رسیږي او له دې ډلې یې ۲۱۰۰ کسان مړه شوي.))
ویاند زمان سرټکاوه چې په تېرو شلو کلونو کې د زړه د ناروغیو په برخه کې هېڅ راز کار نه دی شوی او نه هم ددې ناروغۍ په مخنیوي کې پرمختللي ماشینونه او تجهیزات راوارد شوي.
روعتیاپالان د ناپاک خواړه، د بورې، مالګې او وازدو زیاته کارونه، د نشه یی توکو استعمال، نه‌فزیکي فعالیت، د امیندوارۍ پرمهال د درملو کارونه؛ هغه لوی سببونه یادوي چې له کبله یې د زړه ناروغۍ رامنځته کیږي.
روغتیا وزارت دا ناسته د زړه د نړیوالې ورځ په رارسېدو جوړه کړې وه. د ناستې په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان غړو ژمنه وکړه چې د افغانستان په لرو سیمو کې روغتیایي کارکوونکي روزي، روغتیایي چوپړونو ته به د ولسونو لاسرسی اسانوي او له روغتیا وزارت سره به په نورو ګڼو څانګو کې مرسته کوي.
یاده کوو چې د سپتمبر ۲۹مه د زړه نړیواله ورځ ده. په دې ورځ د روغتیا نړیوال سازمان او ګڼ هیوادونه خپل کلني راپورونه او موندنې شریکوي. لا هم د زړه د ناروغۍ مړینه د نورو مړینو یو پر څلور برخه جوړوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!