جنوب-لویدیځ زون کې ۵۰۰ پولیس له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د جنوب-لویدیځ زون د اسلامي او ملي پوليسو د ښوونيز او روزنيز مرکز څخه تازه ۵۰۰ تنه د پولیسو منسوبینو فارغ او د خدمت جوګه شول.
یاد مرکز وایي چې دا کسان یې له دوه میاشتنیو تخنیکي او ښوونیزو زده کړو وروسته فارغ کړي دي.
د فراغت په پار په جوړو شویو مراسمو کې د‌ کورنيو چارو د وزارت اداري مرستیال مولوي نورجلال جلالي، د‌ اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد، د کندهار امنيه قوماندان مولوي سميع اللّٰه حزب اللّٰه او همداشان د هغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مشرانو، ولسوالانو، د حوزې آمرانو او نورو ګڼو ملکي او نظامي مسوولانو ګډون کړی وو.
د اسلامي امارت وياند ذبيح اللّٰه مجاهد برخه والو ته ښه راغلی ووایه او په غونډه کې یې خپلې خبرې وکړې. ښاغلي مجاهد فارغ پولیس د دین او هیواد چوپړ ته راوبلل. ده ویل چې اسلامي امارت د ولس په همکارۍ او قربانیو لاسته راغلی او باید چې ساتنه یې وشي. د مولوي مجاهد له انده چې خلک باید له پولیسو ونه ډار شي، باید د دوی په لیدو خلک د ډاډ او امن احساس وکړي.
د‌ کورنيو چارو د وزارت اداري معین مولوي نور جلال جلالي ددې پولیسو په فراغت خوښي څرګندوله. جلالي ویل چې هیواد له تېری کوونکو ازاد او اوس د ولس او هیواد د چوپړ وخت راغلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button