د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د پخواني باچا د زوی د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): کورنیو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې ددې وزارت ځیني لوړپوړي غړي د پخواني باچا محمدظاهر شاه د زوی شهزاده میرویس کور ته ورغلي او هغه ته یې د بښنې دعا کړې ده.
د فاتحې په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مولوي مخدوم عبدالحق، د مقام د دفتر لوی رئیس مولوي زین الله عابر او د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ګډون کړی وو.
چارواکو د شهزاده میرویس د کورنیو غړو ته ډاډګیرنه ورکړه او د یاد وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ او تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړل.
یاده کوو چې د ظاهر باچا زوی شهزاده میرویس درې ورځې وړاندې په کابل کې ومړ. دده په مړینه ګڼو افغان لیکوالانو، فرهنګیانو او سیاسيونو خپله غمرازې څرګنده کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button