بدخشان کې د کرنیزو څېړنو لومړنی فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): په بدخشان ولایت کې د هېواد په کچه د کرنیزو څېړنو درویشتم او د هغه ولایت په کچه لومړنی فارم پرانېستل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د انسټېټیوټ رئیس نصرت الله طلحه ددې فارم د پرانیستې په پار هغه ولایت ته سفر کړی و. طلحه د فارم د پرانیستې په مراسمو کې چې د ولایت په مرکز فیض اباد کې نیول شوي و، ویل چې دا فارم به ددې ولایت بڼوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، د کرنیزو چارو متخصصان به په دغه کرنیز فارم کې بڼوال روزي، څو یاد کسان مسلکي شي او د خپلو بڼونو سالمه پالنه وکړي.
دی وایي: ((موږ اړ یو چې یو ښه پلان جوړ کړو، ډول-ډول مېوې دلته راوړو او ښه څېړنه پرې وکړو. له دې وروسته به مالومه شي چې په دې ولایت کې کومې کومې مېوې ښه ثمر ورکوي.)) نوموړي په یاده چاره کې د کرنې وزارت مرسته او همکاري لازمه بللې ده.
په دې مراسمو کې د بدخشان د کرنې ریاست رئیس قاري قطبالدین دهنوي ویل چې دا فارم یې پر ۴۲ جریبه ځمکه جوړ کړی او باید چې ددې ولایت بڼوال ترې سمه ګټه اوچته کړي.
هغه زیاتوي: ((موږ له خپل تخصصي ټیم سره سلا کړې او دې پایلې ته ورسېدو چې په دې ولایت کې یو څېړنیز فارم ورغوو او هغه څه مو چې بایللي، باید لاسته یې راوړو.))
ددې ولایت بڼوال خوښ دي چې دولت ورته یاد څېړنیز فارم جوړ کړی. دوی هیله څرګندوي چې له دې څېړنیز فارم څخه به اغېزمنه ګټه پورته کړي.