د عراق پوځ پرمختللي چینایي جنګي او جاسوسي ډرون ترلاسه کړل

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): ډیفنس میر خبري چینل په خپل یو تازه راپور کې لیکلي چې په دې وروستیو کې د عراق پوځ، چینایي پر مختللي جنګي او جاسوسي ډرون ترلاسه کړي دي.
یاده منبع زیاته کړې چې دغه ډرون د سي ایچ ۵ “C-H-5″په نامه یادیږي چې د امریکایی ریپر “Reaper “ډرون سیال او رقیب بلل کیږي.
سي ایچ ۵ د لس زره کیلومتر واټن او ۶۰ ساعته د الوتلو توان لري. همداراز یاد ډرون کولای شي ۱۶ میزایله او تر ۳ ټنه وزن له ځان سره ولېږدوي.
په کال ۲۰۱۵ کې د عراق دولت له چینایانو څخه (سي ایچ ۴) ډرون طیارې د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره رانیولي وو چې هغو یواځي کولای شوای ۶ میزایله او تر ۳۴۵ کیلوګرامه وزن انتقال کړي.
د عراق هوایي ځواک همداراز غواړي له پاکستان څخه جی ایف ۱۷(G-F-17) جنګي طیارې هم رانیسي. دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د امریکایي ایف ۱۶ (F-16)جنګي الوتکو ورکړه، له یو شمېر نامعلومو مسایلو وروسته پاته شوه او همداراز عراق ونشوای کولای د روسیې څخه د امریکا د سختو تحریمونو له وجې جنګي طیارې رانیسي.